ترکیې د امریکې خلاف د تجارت نړیوال سازمان ته شکایت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75778-ترکیې_د_امریکې_خلاف_د_تجارت_نړیوال_سازمان_ته_شکایت_وکړ
ترکیې امریکې ته د وارداتي فلیزاتو د تعرفې د زیاتولو په وجه له امریکې څخه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته په رسمي توګه شکایت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • ترکیې د امریکې خلاف د تجارت نړیوال سازمان ته شکایت وکړ

ترکیې امریکې ته د وارداتي فلیزاتو د تعرفې د زیاتولو په وجه له امریکې څخه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته په رسمي توګه شکایت وکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې ترکیې پرون په ایلومینیم او فولادو باندې د مالیاتو د لګولو په وجه له امریکې څخه په رسمي ډول د نړیوال تجارت سازمان ته شکایت وکړ.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې آګست میاشتې په لسمه نیټه په ترکیې کښې د امریکايي جاسوس اینډرو برونسن د نیولو په پلمه، له ترکیې څخه د ایلومینیم او فولادو د وارداتو د ګمرکي تعرفو د دوه چنده کیدو حکم صادر کړی دی.

له دې مخکښې رویټرز خبري آژانس لیکلي وو چې له مختلفو هیوادونو سره د اقتصادي جنګ د پیلولو لپاره د ټرمپ له پریکړې وروسته له ترکیې څخه امریکې ته د فولادو یا اوسپنې صادرات نیم په نیمه کم شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې چین هم تیره چارشنبه له دغه هیواد څخه د وارداتي اوسپنې او ایلومینیمو په شمول د ګمرکي تعرفو (کسټمز) په زیاتولو کښې د امریکې په اقدام باندې په اعتراض کښې چې د روان کال د مارچ له اتمې نیټې پیل شوي، له امریکې، د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت کړی دی.