روسیې په سوریې دبرید په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ
-
د انګلستان یوه شرکت (Company)ترهګرو ته روزنه ورکړي ده په ادلب(Idlib) ولایت کښې په زهر جنو موادو سره کیمیاوي حمله وکړي .
تاس خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف(Sergey Lavrov) دسوریې پرضد دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو د هر ډول پوځی اقدام په اړه خبرداری ورکړ .
هغه نن وویل له کیمیاوی وسلو د استفادې په هکله د ثبوت او د دلیل له وړاندې کولو پرته د سوریې پرضد د امریکا هرډول حملې د حالاتو په کامل ډول حل کولو ته ګواښ دی .
د روسیې ددفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف(Igor Konashenkov) هم نن وویل امریکا، بریتانیا او فرانسه ځانونه له کیمیاوی وسلو دمشق د استفادې په چټی پلمه په سوریې باندې د نوی حملې لپاره چمتو کوی .
کوناشنکوف وویل د انګلستان یوه شرکت (Company)ترهګرو ته روزنه ورکړی ده چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب(Idlib) ولایت کښې په زهر جنو موادو سره کیمیاوی حمله وکړی .
امریکا ، بریتانیا او فرانسې چې له تیرو کلونو راهسې په سوریې عراق ، لبنان پاکستان ، افغانستان او نورو ډیرو هیوادنو کښې دداعش او دنورو ترهګرو ډلو ملاتړونه کوی د اګست دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه په ګډې بیانیې کښې سوریه یوځل بیا له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او خبرداری یې ورکړ د ادعا وړ کیمیاوی حملو دتکرار په بڼه کښې به دمشق ته مناسب ځواب ورکړل شی .
دنړۍ ډیر کارپیژاندی له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې د حکومت تورنول عمومی افکارو ته د دوکې د ورکولو او د ترهګرو په مقابل کښې دسوریې د پوځ له وروستیو بریالیتوبونو سره یوځاې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو لپاره هڅه ګڼی .
امریکا، سعودی عربستان، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، ترکیه ، قطر ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو په ماتی سخت اندیښمن دی .