روسیې په سوریې دبرید په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75976-روسیې_په_سوریې_دبرید_په_اړه_امریکا_ته_خبرداری_ورکړ
تاس خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف(Sergey Lavrov) دسوریې پرضد دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو د هر ډول پوځی اقدام په اړه خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2018 09:42 Asia/Kabul
  • د انګلستان یوه شرکت (Company)ترهګرو ته روزنه ورکړي ده په ادلب(Idlib) ولایت کښې په زهر جنو موادو سره کیمیاوي حمله وکړي .
    د انګلستان یوه شرکت (Company)ترهګرو ته روزنه ورکړي ده په ادلب(Idlib) ولایت کښې په زهر جنو موادو سره کیمیاوي حمله وکړي .

تاس خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف(Sergey Lavrov) دسوریې پرضد دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو د هر ډول پوځی اقدام په اړه خبرداری ورکړ .

هغه نن وویل له کیمیاوی وسلو د استفادې په هکله  د ثبوت او د دلیل له وړاندې کولو پرته د سوریې پرضد د امریکا هرډول حملې د حالاتو په کامل ډول حل کولو ته ګواښ دی .

د روسیې ددفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف(Igor Konashenkov) هم نن وویل امریکا، بریتانیا او فرانسه ځانونه له کیمیاوی وسلو دمشق د استفادې  په چټی پلمه په سوریې باندې د نوی حملې لپاره چمتو کوی .

کوناشنکوف وویل د انګلستان یوه شرکت (Company)ترهګرو ته روزنه ورکړی ده چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب(Idlib) ولایت کښې په زهر جنو موادو سره کیمیاوی حمله وکړی .

امریکا ، بریتانیا  او فرانسې چې له تیرو کلونو راهسې په سوریې عراق ، لبنان  پاکستان ، افغانستان او نورو ډیرو هیوادنو کښې دداعش او دنورو ترهګرو ډلو ملاتړونه کوی د اګست دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) نیټه په ګډې بیانیې کښې سوریه یوځل بیا له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او خبرداری یې ورکړ د ادعا وړ کیمیاوی حملو دتکرار په بڼه کښې به دمشق ته مناسب ځواب ورکړل شی .

دنړۍ ډیر کارپیژاندی له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې د حکومت تورنول عمومی افکارو ته د دوکې د ورکولو او د  ترهګرو په مقابل کښې دسوریې د پوځ له وروستیو بریالیتوبونو سره یوځاې د حقیقتونو د اپوټه ښودلو لپاره هڅه ګڼی .

امریکا، سعودی عربستان، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، ترکیه ، قطر ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې کښې دترهګرو په ماتی  سخت اندیښمن دی .