امریکا په سوریې کښې د شتون حق نلری
-
امریکا له سعودي عربستان، انګلستان ، فرانسې سره یوځاې په سوریی او عراق کښې دترهګرو ډلو مالي، وسله وال او لاجیسټکي ملاتړ کوي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د امریکا په غیرقانونی شتون د روسیې دچارواکو دخبرداریو په دوام کښې د ولسی جرګې دوما د بهرنیو چارو د کمیټۍ نائب رئییس ولادیمیر جباروف (Vladimir Gubarev)وویل امریکا په سوریې کښې د شتون حق نلری .
هغه وویل امریکا په سوریې کښې د پوځی تاسیساتو د دیره کولو یا دپوځي شتون حق نلری .
جباروف ډاګینه کړه که چیرې امریکا وغواړی په سوریې کښې د توغندوی ضد دفاعی سیسټم دیره کړی دمشق باید په چټکۍ سره د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړی .
د روسیې د ولسی جرګې دوما د خارجی چارو دکمیټۍ نائب رئیس ولادیمیر جباروف جوته کړه دامریکا لخوا دا ډول اقدام کاملا غیرقانونی دی ځکه چې په سوریې کښې دشتون لپاره د ملګروملتونو لخوا اجازه نلری .
ځینې راپورونه وایی امریکا دسوریې په شمال کښې دکردانو ترکنټرول لاندې سیمو کښې ریډارونه لګولی دی .
امریکا له سعودی عربستان، انګلستان ، فرانسې ، اسرائیلو ، اردن ، ترکیې ، متحده عربی اماراتو،کویت ، بحرین وغیره سره یوځاې په سوریی او عراق کښې دترهګرو ډلو مالی، وسله وال او لاجیسټکی ملاتړ کوی .