امریکا په سوریې کښې ترهګرو ته روزنه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i76097-امریکا_په_سوریې_کښې_ترهګرو_ته_روزنه_ورکوی
زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت د سوریې دحمص ولایت په تدمر کښې د عملیاتو لپاره د امریکا تر روزنې لاندې د ترهګرو د ناکامې هڅې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2018 00:53 Asia/Kabul
  • امریکا د سوریې د التنف پوځي اډې په خوا کښې پینځه دیرش(۳۵) میله سیمه نیولي ده .
    امریکا د سوریې د التنف پوځي اډې په خوا کښې پینځه دیرش(۳۵) میله سیمه نیولي ده .

زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت د سوریې دحمص ولایت په تدمر کښې د عملیاتو لپاره د امریکا تر روزنې لاندې د ترهګرو د ناکامې هڅې خبر ورکړ .

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل دامریکا په پوځی کیمپونو  کښې روزل شویو ترهګرو هڅه کوله چې دسوریې په تدمر ښار کښې یوشمیر حملې وکړی او ددوې په ادعا  په اوو(۷) ورځو کښې دغه ښار ونیسی .

دسوریې عسکرو ددغه ترهګرې ډلې غړی ونیول او په پلټنو کښې معلومه شوه  چې په التنف کښې دامریکا پوځی اډې ته نږدې په یوه(۱)کیمپ کښې دامریکا عسکرو هغوې ته پوځی روزنه او وسلې ورکړی دی .

امریکا د سوریې د التنف پوځی اډې په خوا کښې پینځه دیرش(۳۵) میله سیمه نیولی ده او په دغه سیمه کښې ترهګرو ته ډیرې وسلې ، تجهیزات او پوځی روزنې  ورکوی .