صهیونیسټ رژیم دایران پرضد بیا تبلیغات وکړل
-
اسرائیلو د ادعا وړ اټومي ګودام په اړه اطلاعات د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورکړي .
فارس خبری اژانس وایی دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پرون په نیویارک کښې دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دایران داسلامی جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتی ډرامه پیل کړه .
نتانیاهو دخپلو تیرو چټی ادعاګانو او تورونو په تکرارولو سره یو شمیر تصویرونه وښودل او ادعا یې وکړه تهران ته نږدې یو (۱)پټ اټومی ګودام شته .
هغه د صهیونیسټ رژیم په سلاکاټونو کښې د سلګونو اټومی خولیو شتون ته له اشارې پرته ادعا وکړه ایران په دغه ګودام کښې د خپلو اټومی وسلو د جوړولو پټ پروګرام مخ ته بیایی .
دصهیوینسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو په دې خبرې سره چې اسرائیلو ددغه ادعا وړ اټومی ګودام په اړه اطلاعات د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس ته ورکړی دی خپلو ادعاګانو ته د نوموړی اژانس په بې پامۍ نیوکه وکړه .
هغه دامریکا دبایکاټونو دله مینځه وړلو لپاره د اروپایی اتحادیې په هڅې نیوکه وکړه او ویې ویل اروپا باید له ایران سره ملګرتیا ونکړی .