صهیونیسټ رژیم د کړکیچونو اصلی جرړه ده
-
داسرائیلو په نوم دیکتاتور رژیم انګلستان د خپلو اروپايي ملګرو په مرستې او ملاتړ سره جوړ کړی .
ایرنا خبری اژانس وایی د مالیزیا لومړی وزیر ماهاتیر محمد صهیونیسټ رژیم د مینځی ختیځ د مشکلاتو او دکړکیچ سرچینه وباله .
هغه وویل د اسرائیلو رژیم په جوړیدا سره په مینځنی ختیځ کښې مشکلات او کړکیچ رامینځته شو .
د مالیزیا لومړی وزیر ماهاتیر محمد په هولوکاسټ(Holocaust) کښې د شپږ (۶)میلیونه یهودیانو دوژل کیدا په هکله د صهیونیسټ رژیم د ادعا په ردولو سره وویل اسرائیلو په دې زمینه کښې مبالغه کړی ده .
ماهاتیر محمد په دې خبرې سره چې په ۱۹۴۸ میلادی کال کښې فلسطینیان له خپل ټاټوبی وشړل شول چې اسرائیل جوړ شی وویل اسرائیلو د فلسطینیانو په عام وژلې سره د هغوې کورونه او کرونده غصب غصب کړې .
داسرائیلو په نوم دیکتاتور رژیم انګلستان د خپلو اروپایی ملګرو په مرستې او ملاتړ سره جوړ کړی چې په مینځنی ختیځ کښې تل ناامنۍ وی او دوې د دغه سیمې تیل او ګاز په خپل کنټرول کښې ولری .