امریکا باید د عربستان دخبریال وژله وغندی
-
خبریال جمال خاشقچي د ترکیې په استنبول کښې د سعودي عربستان د کنسولګرۍ له چارواکو سره له خبرو او کتنې وروسته بې درکه شوی او بیا وژل شوی .
زمونږخبریال وایی دامریکا له فلوریډا ایالت څخه د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړی مارکو روبیو (Marco Rubi) غوښتنه وکړه چې واشنګټن د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی وژلې ته سخت غبرګون وښیی .
هغه په ترکیې کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې په ال سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقچی وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ که چیرې ددغه خبریال وژله تائید شی نو واشنګټن باید سخت غبرګون وښیی .
د امریکا یوه(۱) بل سیناتور کریس مورفی هم ویلی دی که چیرې د خبریال جمال خاشقچی د وژلې او پکښې دسعودی عربستان د رول په اړه راپورونه سم وی نو واشنګټن باید له ریاض سره اړیکې غوڅې کړی .
دامریکا حکومت چې د سعودی عربستان د رژیم ستر ملاتړی او متحد دی تراوسه د خبریال د وژل کیدا په اړه له غبرګون ښودلو ډډه کړی ده .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم وویل امریکا باید د خبریال جمال خاشقچی د بې درکه کیدا او د وژل کیدا په اړه له سعودی عربستان څخه پوښتنې وکړی او زیاته یې کړه که چیرې عربستان د خبریال د وژل کیدا په اړه ملګرتیا ونکړی نو واشنګټن باید عربستان ته سزا ورکړی .
خبریال جمال خاشقچی د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان د کنسولګرۍ له چارواکو سره له خبرو او کتنې وروسته بې درکه شوی او بیا وژل شوی .
ویل کیږی د سعودی عربستان پینځلس۱۵) چارواکی څو ورځې مخکې ترکیې ته ورغلی وو او په کنسولګرۍ کښې دخبریال جمال خاشقچی له وژلو وروسته سمدستی خپل هیوادته ستانه شوی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د مهم ائتلافی په توګه ګڼی او عربستان باید د خبریال جمال خاشقچی د ځاې ځایکی په اړه اطلاعات شریک کړی .
واشنګټن ورځپاڼې وویل که چیرې د سعودی عربستان ولی عهد بشپړه ملګرتیا نه کوی نو ولسی جرګه کانګرس باید په لومړی ګامل کښې له عربستان سره ټولې پوځی ملګرتیاوې وځنډوی .
واشنګټن ورځپانې په ترکیې غږ وکړ که چیرې د خبریال د وژلې په اړه کوم ثبوت لری نو ایشوا یې کړی او د پلټنې په اړه هرډول هڅه وکړی .
د ویلو ده چې د سعودی عربستان مشهور خبریال جمال خاشقچی د ولی عهد محمد بن سلمان د سیاستونو او دیمن پرضد دعربستان دجنګ سخت مخالفت وو او هغه د مصر داخوان المسلمین ډلې پلوی هم ګڼل کیده .