سعودی عربستان یو دیکتاتور رژیم دی
Oct 10, 2018 01:24 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان یو دیکتاتور او ظالم رژیم دی چې خپل مخالفان ځپي .
فارس خبری اژانس وایی د امریکا د ورمونټ ایالت سناتور برنی سینډرز (Bernie Sanders) پرون د سعودی عربستان د رژیم په دیکتاتور بللو سره د نیوکه کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی(Jamal Khashoggi) د قتل د عاملانو د محاکمه کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه ډاګینه کړه د سعودی عربستان د رژیم له ولیعهد محمد بن سلمان سره دامریکا مرستې دغه رژیم د جنایتونو او د تیریو د ترسره کولو دوام ته هڅولی دی .
دامریکا دمشرانو جرګې غړی برنی سینډرز ټینګار وکړ سعودی عربستان یو دیکتاتور او ظالم رژیم دی چې خپل مخالفان ځپی .
دترکیې سرچینو هم ویلی دی چې د سعودی عربستان په حکومت نیوکی کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی په استنبول کښې دعربستان د کنسولګرۍ دننه وژل شوی او مړی یې بیا له کنسولګرۍ بهر وړل شوی .
ټیګونه