ګوګل هم د عربستان په غونډه کی له ګډونه ډډه وکړه
د جمال خاشقجی د وژلې د خبر له خپریدا راهیسې ډیرو سترو موسسو ، اورګانونو او سیاستوالانو د ریاض په غونډه کی له ګډونه ډډه کړی ده .
د ګوګل شرکت د جمال خاشقجی د وژلې په غبرګون کی په ریاض کی د پانګونې په غونډه کی له شتونه ډډه وکړه .
د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم د ګوګل شرکت په یوه بیانیه کی وویل د دغه شرکت یو مشر ډایان ګریڼ به د ریاض په هغه غونډه کی چی ټاکل شوی ده د اکتوبر په ۲۳ نیټه ترسره شی ، ګډون ونکړی .
د جمال خاشقجی د وژلې د خبر له خپریدا راهیسې ډیرو سترو موسسو ، اورګانونو او سیاستوالانو د ریاض په غونډه کی له ګډونه ډډه کړی ده . خاشقجی د اکتوبر په ۲ نیټه په استنبول کی د عربستان کونسلیټ ته ورتګه وروسته بې درکه شو . نړیوالې ټولنې په دې اړه د ریاض د جوت ځواب ورکولو غوښتنه کړی ده .
د جمال خاشقجی نوم د سعودی رژیم په مخالفو او د ریاض د چارواکو تر تعقیب لاندې کسانو په لیسټ کې شامل وو .