د پاکستان او عراق خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې اترې وکړې
د پاکستان او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د حسیني اربعین د زیارتوالو د ستونزو او پاکستاني زیارتوالو ته د ویزې صادریدو د بهیر په هکله خبرې اترې وکړې.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان خارجه وزارت بیګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دغه هیواد خارجه وزیر شاهم محمود قریشي له خپل عراقي همرتبه ابراهیم الجعفري سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې په پاکستان کښې د دغه هیواد له سفارته د اربعین د زیارتوالو لپاره د څه یاندې ۴۱ زره ویزو د صادریدو قدرونه وکړه.
شاه محمود قریشي څرګنده کړه: له دې امله چې لاهم ډیر پاکستاني زیارتوال عتبات عالیات ته د سفر لپاره د ویزې صادریدو په تمه دي، د دغو کسانو د ویزو په صدور کښې د چټکتیا لپاره دې ضروري اقدامات وشي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د عراق خارجه وزیر ابراهیم الجعفري هم هیله وښودله چې په نوي پړاؤ کښې د عراق او پاکستان اړیکې له مخکښې زیاتې پراخې شي.
هغه قریشي ته ډاډ ورکړ چې په اسلام آباد کښې خپل سفارت ته دنده ورکوي چې د پاکستاني زیارتوالو لپاره د ویزې صادرول ګړندي کړي.