دسوریې په اړه څلور اړخیزه غونډه پاې ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77665-دسوریې_په_اړه_څلور_اړخیزه_غونډه_پاې_ته_ورسیده
زمونږخبریال وایی د روسیې د جرمنی ، د فرانسې او د ترکیې مشرانو دسوریې په باره کښې د استانبول د څلوراړخیزه غونډې له ختمیدا وروسته په یوه(۱) ګډ خبری کانفرنس کښې ګډون وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 01:40 Asia/Kabul
  • یوازې د سوریې خلک حق لري چې د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړي .
    یوازې د سوریې خلک حق لري چې د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړي .

زمونږخبریال وایی د روسیې د جرمنی ، د فرانسې او د ترکیې مشرانو دسوریې په باره کښې د استانبول د څلوراړخیزه غونډې له ختمیدا وروسته په یوه(۱) ګډ خبری کانفرنس کښې ګډون وکړ .

د ترکیې د فرانسې او د جرمنی د مشرانو په وینا کښې ګډ ټکی له قدرت څخه د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حذفولو له شرط څخه د درې واړو هیوادونو شاتګ وو .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دسوریې د حکومت دنسکورولو لپاره له  ترهګرو له اوه(۷) کاله ناکامۍ وروسته وویل دا د  سوریې خلک دی چې د ولسمشر بشار اسد راتلونکی به وټاکی .

د جرمنی صدراعظمې انکلا مرکل هم وویل باید فرصت ورکړل شی چې د سوریې خلک وکولای شی خپل برخلیک وټاکی .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم په دغه خبری ناسته کښې وویل دا مونږ نه یوو چې دسوریې د راتلونکی  سیاسی جوړښت په اړه فیصله وکړو بلکې د سوریې خلک  باید دغه کار ترسره کړی .

ماکرون په دې خبرې سره چې په سوریې کښې یو(۱) خپلواکه حکومت شته وویل باید ددغه حکومت درنښت وشی .

 دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ټینګار وکړ یوازې د سوریې خلک حق لری چې د خپل برخلیک په اړه فیصله وکړی .

ترکیې او لویدیځو هیوادونو مخکې په ځلونو له واک څخه دسوریې د ولسمشر بشار اسد د لیرې کیدا پرضرورت ټینګار کاوه .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په هیواد کښې د امریکا او د عربو او د لویدیځو هیوادونو له  ملاتړ وړ ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسی رول لوبوی .

دسوریې په اړه د استنبول څلوراړخیزه غونډه پرون دیوې (۱)بیانیې په خپرولو سره ختمه شوه .

په دغه بیانیې کښې دسوریې د سیاسی پیوستون او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو او داساسی قانون د کمیټۍ په جوړولو ټینګار شوی دی .