ډونالډ ټرمپ وایی عربستان ځان ته دوکه ورکړی ده
-
د جمال خاشقجي دوژلې په اړه ما ته دوکه نه ده راکړي بلکې ځان ته یې دوکه ورکړي ده .
زمونږ خبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په موضوع کښې ما ته دوکه رانکړه بلکې ځان یې غولولی دی .
ټرمپ نن سهار له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل سعودی عربستان د جمال خاشقجی دوژلې په اړه ما ته دوکه نه ده راکړی بلکې ځان ته یې دوکه ورکړی ده او وبه ګورو چې خبره کوم ځای ته رسیږی .
دغه راز سی این این ټیلی ویژن وویل ولسمشر ټرمپ له خپلو څرګندونو سره سره د عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د پیښې په پایلو غوسه دی او داسې احساس کوی چې سعودی عربستان ورسره خیانت کړی دی .
سی این این ټیلی ویژن زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې خبره چې د جمال خاشقجی د وژلې مسله سبب شوی ده چې دې او دهغه زوم جیراډ کوشنر د سعودی عربستان په وړاندې کمزوری وبریښی خپه دی .
دغه ټیلی ویژن زیاته کړه د خبریال جمال خاشقجی له بې درکه کیدا راهسې دهغه د برخلیک په اړه د سعودی عربستان دچارواکو دریځونه په ځلونوبدل شوی دی .