امریکا دایران دتیلو په بندولو کښې ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i77862-امریکا_دایران_دتیلو_په_بندولو_کښې_ماتی_خوړلی_ده
رویټرز خبری اژانس پرون په یوه(۱) راپور کښې له ایران څخه دتیلو د اخیستلو لپاره د نړۍ د اتو(۸) هیوادونو معافیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ دامریکا بایکاټونو تراوسه د ایران دتیلو دصادراتو په بندولو کښې ماتی خوړلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2018 03:09 Asia/Kabul
  • نن سبا امریکا دخپلو سیاستونو د اعمالولو لپاره یوازې پاتې ده .
    نن سبا امریکا دخپلو سیاستونو د اعمالولو لپاره یوازې پاتې ده .

رویټرز خبری اژانس پرون په یوه(۱) راپور کښې له ایران څخه دتیلو د اخیستلو لپاره د نړۍ د اتو(۸) هیوادونو معافیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ دامریکا بایکاټونو تراوسه د ایران دتیلو دصادراتو په بندولو کښې ماتی خوړلی ده .

ټاکل شوی ده د نړۍ اته(۸) هیوادونه د امریکا له سزاګانو سره  د مخامخ کیدا له ویرې پرته حتی له ټاکل شوی نیټې وروسته هم  له ایران څخه دتیلو اخیستلو ته دوام ورکړی .

ایران په تیرې اکتوبر میاشتې کښې هره ورځ کابو یونیم میلیونه بیرله تیل په نړیوالو بازارونو کښې خرڅ کړل او د ایران دتیلو دصادراتو صفر ته درسولو لپاره د امریکا هڅې له ماتی سره مخ شوی دی .

دغه راز دایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری هم وویل دایران ملت دنیا ته وروښودله چې دامریکا دیواړخیز پالنې په وړاندې مقاومت کوی .

هغه وویل نن سبا امریکا دخپلو سیاستونو د اعمالولو لپاره یوازې پاتې ده او ایران هم له سیاسی پلوه بره موقعیت لری او هم یې له اخلاقی نظره دنیا ته وروښودله چې د اعتماد وړ هیواد دی او امریکا د باور وړ هیواد نه دی او له هغې سره موافقه نشو کولای .

اسحاق جهانګیری وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له اټومی موافقې په وتلو سره دایران دملت پرضد د رسندوی او روانی جنګ په شان هدفونه تعقیبول خو خلک په لنډه موده کښې متوجه شول چې په دغه روانی فضا کې په کوم ډول امریکا، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان رول لری .