ویکی لیکس د امریکا په دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه
-
سعودي عربستان دامریکا په ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
فارس خبری اژانس وایی د ویکی لیکس(WikiLeaks) اینټرنیټ سایټ یوه استعمالونکی (user) دایران او د عربستان په وړاندې دامریکا په دوه ګوڼه چلند نیوکه وکړه .
د ویکی لیکس اینټرنیټ پاڼې دغه کارونکی زیاته کړه د سعودی عربستان وهابیان په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې د سپتمبر د یولسمې (۱۱)نیټې حملې کوی او امریکا د ایران پرضد بایکاټ لګوی ، سعودی عربستان داعش ته وسلې او پیسې ورکوی ایران له داعش ډلې سره مبارزه کوی او امریکا په ایران بایکاټ لګوی .
ویکی لیکس سایټ زیاتوی سعودی عربستان په امریکا کښې د هستوګنه خبریال جمال خاشقجی سر پرې کوی امریکا په ایران بایکاټ لګوی ، سعودی عربستان په یمن بمبارې کوی او ددغه هیواد خلک له لوږې سره مخ کوی امریکا په ایران بندیز لګوی .
دامریکا حکومت په یمن د سعودی عربستان د حملې په نړیوال ډول له غندلو سره سره هماغه راز په دغه بوږنونکی جنګ کښې له ریاض څخه خپلو وسله والو او استخباراتی ملاتړونوته دوام ورکوی .
سعودی عربستان دامریکا په ملاتړونو سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن بمباریو او حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .