د جمال خاشقجی د وژل کیدا په اړه تحقیقات اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78151-د_جمال_خاشقجی_د_وژل_کیدا_په_اړه_تحقیقات_اړین_دی
زمونږ خبریال وایی د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په اړه د نړیوال تحقیقات ضروری وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2018 00:54 Asia/Kabul
  • د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقجي د وژلې په اړه نړیوال تحقیقات په یوه(۱) ضرورت بدل شوي دي .
    د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقجي د وژلې په اړه نړیوال تحقیقات په یوه(۱) ضرورت بدل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په اړه د نړیوال تحقیقات ضروری وبلل .

هغه وویل د ترکیې په استنبول ښار کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په اړه نړیوال تحقیقات په یوه(۱) ضرورت بدل شوی دی .

د ترکیې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک هم پرون د عربستان دخبریال جمال خاشقجی وژله وغندله او ډاګینه یې کړه انقره دهغو کسانو نومونو ایشوا کولو ته پاې بنده ده  کومو چې د سعودی عربستان امنیتی ډلې ته په استنبول کښې د خپلې کنسولګرۍ دننه د خبریال خاشقجی د وژلو حکم ورکړی وو .

هغه  په دې خبرې ټینګار سره چې باید دغه خبره معلومه شی چې چا د خبریال خاشقجی دوژلو حکم ورکړی زیاته کړه دنړۍ  خلک ددغه پوښتنې د ځواب دترلاسه کولو غوښتونکی دی .

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې هم ویلی په تیرو کلونو کښې دسعودی عربستان دبدلونونو بهیر دیوې واضحې بیلګې پیروۍ کوی او هغه دا چې له هغه وخت راهسې چې محمد بن سلمان د عربستان ولیعهد شوی دی ریاض هرډول مخالفت چې دهر چا لخوا وی په ډیر څاروی ډول ځپی .