په سکروټوپخې د زیاتې غوښې خوړل څرنګه د سرطان سبب کیږی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78254-په_سکروټوپخې_د_زیاتې_غوښې_خوړل_څرنګه_د_سرطان_سبب_کیږی
دامریکا د ټیکساس پوهنتون ساینس پوهانو په اوور دپخې کړې شوي غوښې یعني دبار بي کیو او ددغه غوښې په وجه دانسان په روغتیا او صحت د پریوتونکو اغیزونو په تحقیق و کړ چې په نړیوالې ساینسي مجلې جرنل کینسرکښې خپور هم شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2018 07:56 Asia/Kabul
  • په سکروټوپخې د زیاتې غوښې خوړل څرنګه د سرطان سبب کیږی؟

دامریکا د ټیکساس پوهنتون ساینس پوهانو په اوور دپخې کړې شوي غوښې یعني دبار بي کیو او ددغه غوښې په وجه دانسان په روغتیا او صحت د پریوتونکو اغیزونو په تحقیق و کړ چې په نړیوالې ساینسي مجلې جرنل کینسرکښې خپور هم شو .

زمونږ خبریال  وايي دامریکا ساینس پوهانو ویلي دي چې په سکروټو پخه شوي غوښه که چیرې په زیات مقدار کښې وخوړل شي نو سړي ته د کینسر یا سرطان د ناروغۍ د لګیدا خطر زیاتوي .

دامریکا د ټیکساس پوهنتون ساینس پوهانو په اوور دپخې کړې شوي  غوښې یعني دبار بي کیو او ددغه غوښې په وجه دانسان په روغتیا او صحت د پریوتونکو اغیزونو په تحقیق و کړ چې په نړیوالې ساینسي مجلې جرنل کینسر کښې خپور هم شو .

Image Caption

 

دامریکا ساینس پوهانو په دغه تحقیق کښې د یوزر او درې سوه اته پنځوس کسانو دهره و رځې د عادتونو په هکله معلومات ترلاسه کړل او معلومه شوه چې شپږ سوه نهه پنځوس کسان دګردې یا بډورکي په کینسر اخته وو او شپږ سوه نهه نوي بیا کاملا روغ رمټ وو .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي چې غوښه او په تیره بیا سکروټو  پخه شوي غوښه د کینسر دناروغۍ درامینځته کولو خطر زیاتوي او دغه خبره هم په ګوته شوه  دهغو کسانو په خواړو کښې  چې په کینسر ناروغې اخته وو د صحت مندو کسانو په پرتله د سرې او سپینې غوښې استعمال زیات وو .

Image Caption

 

دامریکا ساینس پوهانو وویل کله چې غوښه په زیات اوور او  اولمبو پخیږي نو پکښې داسې کیمیاوي  مادې پیدا کیږي چې دانسان دجسم په سیلولونو حملې کوي یا داچې دانسان په جسم کښې د خلیو د جوړیدا او یا ماتیدا په کار اغیز شیندي چې  نتیجه یې هم دسرطان په بڼه کښې رامینځته کیږي او دهمدغوکیمیاوي مادو له کبله دګردې یا پختوروکو د کینسر خطر څلورپنځوس فیصده زیاتیږي .