دجمال خاشقجی په باب دټرمب اعلامیه شرمونکی خبره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78300-دجمال_خاشقجی_په_باب_دټرمب_اعلامیه_شرمونکی_خبره_ده
جواد ظریف وئیلی دی ، ټرمپ د آل سعود رژیم دجنایتونو په باب په یوه ډیر عجیبه اقدام کې دخپلې شرمونکی اعلامیې په لومړنۍ کرښه کې په هغو بیلابیلو شرارتونو چې پخپل ذهن کې ئې انځوروی ،دایران تورنول ورځای کړی دی ،ممکنه ده دکیلیفورتیا دستر اوور ګرَم هم ایران وی ، ځکه په چنګک سره ځنګل نه سپا کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 02:00 Asia/Kabul
  • دجمال خاشقجی په باب دټرمب اعلامیه شرمونکی خبره ده

جواد ظریف وئیلی دی ، ټرمپ د آل سعود رژیم دجنایتونو په باب په یوه ډیر عجیبه اقدام کې دخپلې شرمونکی اعلامیې په لومړنۍ کرښه کې په هغو بیلابیلو شرارتونو چې پخپل ذهن کې ئې انځوروی ،دایران تورنول ورځای کړی دی ،ممکنه ده دکیلیفورتیا دستر اوور ګرَم هم ایران وی ، ځکه په چنګک سره ځنګل نه سپا کیږی .

 ایرناخبری آژانس راپورورکړ  داسلامی ایران  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف بیګا پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ،  دآل سعود رژیم  پر کرغیړنو کړنو   د نیوکه کونکی  خبریال جمال خاشقجی  د ترور په باب د  امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  وروستۍاعلامیه   د شرم وړ  خبره ده .

 جواد ظریف وئیلی دی ، ټرمپ  د آل سعود رژیم  دجنایتونو په باب په یوه ډیر عجیبه اقدام کې  دخپلې شرمونکی اعلامیې په لومړنۍ کرښه کې   په هغو بیلابیلو  شرارتونو  چې  پخپل ذهن کې ئې انځوروی ،دایران تورنول ورځای کړی دی ،ممکنه ده  دکیلیفورتیا   دستر اوور  ګرَم  هم ایران وی ، ځکه  په چنګک سره  ځنګل نه سپا کیږی . 

 جواد ظریف   په  چنګک سره د ځنګل سپاکولو په باب  د کیلیفورنیا  ستر  اوور په باب د ډونالډټرمپ  څرګندونو ته چې  له ډیرو ملنډ، سره مخامخ شوی ، اشاره کړې ده .

 همداراز  د امریکا ولسمشر پرون  پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی   د وژلې په باب  په یوې اعلامیې کې  آل سعود رژیم  په جنایتونو دټکونو په ځای   د دغه  خبریال  په وژلې کې د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان  د  لاسوهنې په ردولو سره  یوځل بیا  دایران   په سیمې  کې په بې ثباتۍ  تورن کړ ی دی .