سعودی عربستان دامریکا ولسمشر په پیسو اخیستی
-
خبریال جمال خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم په ډیر بوږنونکي ډول وژل شوی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د ولسی جرګې کانګرس لومړۍ(۱) مسلمانې استازی میرمن ایلهان عمر (Ilhan Omar) ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې کس وباله چې سعودی عربستان هغه په پیسو اخیستی دی .
هغې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودی عربستان په خدمت کښې وباله کوم چې له ناسم شی څخه د سم شی د معلومولو توان نلری .
دامریکا د مین سوټا (Minnesota) ایالت په مینیاپولیس(Minneapolis) ښار کښې د ډیموکراټ ګوند استازی ایلهان عمر په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د سعودی عربستان دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په پیښې کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د عربستان دحکومت د نه سزا کولو په هکله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل سعودی عربستان ثابته کړه چې یو(۱) ولسمشر په پیسو سره اخیستلی شی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې سه شنبې ورځ د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په دوسیې کښې د سعودی عربستان د لوړرتبه چارواکو لاس لرلو ته له پام کولو پرته د واشنګټن او د ریاض د اړیکو په اهمیت ټینګار وکړ .
خبریال جمال خاشقجی د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم دترکیې په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې په ډیر بوږنونکی ډول وژل شوی دی .