موبایل او لیپ ټاپ د انسان دپوستکي لپاره ولې خطرناک دي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78341-موبایل_او_لیپ_ټاپ_د_انسان_دپوستکي_لپاره_ولې_خطرناک_دي
په تحقیق کښې ویل شوي دي په کور یا دکور دباندې په خلاصې فضا کښې دموبایل ټیلي فونونو په وجه دهغوې له سکرینونو څخه منعکس کیدونکي د لمر سترګې الټرا وائلټ وړانګې دکینسر د ناروغۍ سبب کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 07:48 Asia/Kabul
  • موبایل او لیپ ټاپ د انسان دپوستکي لپاره ولې خطرناک دي ؟

په تحقیق کښې ویل شوي دي په کور یا دکور دباندې په خلاصې فضا کښې دموبایل ټیلي فونونو په وجه دهغوې له سکرینونو څخه منعکس کیدونکي د لمر سترګې الټرا وائلټ وړانګې دکینسر د ناروغۍ سبب کیږي

زمونږ خبریال وايي موبایل ټیلي فونونه ، ټیبلیټس او لیپ ټاپس دانسان پوستکي ته دتاوان درسیدا سبب کیږي او دغه راز دپوستکې دکینسر دزیاتیدا خطرونه هم زیاتوي .

دمیکسیکو پوهنتون دیوه تحقیق پراساس خلکو ته اینټرنیټ  او داړیکو اوتماسونو دټینګولو داسانتیاو دبرابرولو شیان لکه موبایل ټیلي فونونه ، لیپ ټاپس وغیره په غیر مستقیم ډول دانسان دپوستکي لپاره ډیر تاوان لري .

Image Caption
Image Caption

 

په تحقیق کښې ویل شوي دي په کور یا دکور دباندې په خلاصې فضا کښې دموبایل ټیلي فونونو په وجه دهغوې له سکرینونو  څخه منعکس کیدونکي د لمر سترګې الټرا وائلټ وړانګې دکینسر د ناروغۍ سبب کیږي او یوازې نوي موبایل ټیلي فونونه نه بلکې زاړه موبایل ټیلي فونونه هم چې دټیکنالوژۍ له پلوه دومره پرمختللي نه وو دهغوې وړانګې هم دانسان پوستکي ته  تاوان رسوي .

 

کارپیژاندي وايي له ناروغیودبچ کیدا لپاره خلک باید کوشش وکړي چې دلمر سترګې په رڼا کښې موبایل کم استعمال کړي او دموبایل داستعمال په وخت هغه له مخ څخه لیرې وساتل شي او د تورو عینکو په اچولو سره له خطرناکو وړانګو هم بچ  کیدلای شي .