امریکا د وژل شوی خبریال په اړه دوه ګوڼه سیاست لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78378-امریکا_د_وژل_شوی_خبریال_په_اړه_دوه_ګوڼه_سیاست_لری
زمونږ خبریال وایی د روسیې د ولسی جرګې دوما غړی «عادل بی عشقا ګوشیف » وویل د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلو په خاطر د سعودی عربستان پرضد د بندیز له لګولو د امریکا ډډه کول د واشنګټن د دوه ګوڼه چلند بله بیلګه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • احتمال شته چې د سعودي عربستان چارواکي د مینځني خیتځ د هیوادونو په هکله دامریکا د سیاستونو په اړه زیات رازونه لري .
    احتمال شته چې د سعودي عربستان چارواکي د مینځني خیتځ د هیوادونو په هکله دامریکا د سیاستونو په اړه زیات رازونه لري .

زمونږ خبریال وایی د روسیې د ولسی جرګې دوما غړی «عادل بی عشقا ګوشیف » وویل د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلو په خاطر د سعودی عربستان پرضد د بندیز له لګولو د امریکا ډډه کول د واشنګټن د دوه ګوڼه چلند بله بیلګه ده .

د روسیې د ولسی جرګې د دفاع او دامنیتی چارو د کمیټۍ غړی« عادل بی عشقا ګوشیف» وویل احتمال شته چې د سعودی عربستان چارواکی د مینځنی خیتځ د هیوادونو په هکله دامریکا د سیاستونو په اړه زیات رازونه لری او واشنګټن ګروهنه نلری د سعودی عربستان په غوسه کولو سره د رازونو د ایشوا کیدا خطر قبول کړی .

 هغه  د عربستان دخبریال جمال خاشقجی د وژلې په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ غبرګون ته په اشارې سره وویل ټرمپ ګروهنه نلری په مینځنی ختیځ او فارس خلیج کښې خپل د ډاډ وړ او  حکم منونکی متحدیعنی سعودی عربستان له لاسه ورکړی .