د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې نور شپږ تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78434-د_هند_ترکنټرول_لاندې_کشمير_کښې_نور_شپږ_تنه_ووژل_شول
هندي فوځيانو د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې شپږ کشميريان په ډزو سره ووژل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2018 01:20 Asia/Kabul
  • د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې نور شپږ تنه ووژل شول

هندي فوځيانو د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې شپږ کشميريان په ډزو سره ووژل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه شپږ تنه کشميريان پرون د هند تر کنټرول لاندې کشمير په شوپيان سيمه کښې ووژل شول.

وړمه ورځ هم د کشمير په اننت ناک سيمه کښې له هندي فوځيانو سره به نښته کښې شپږ تنه کشميریان وژل شوي وو.

د هند ترکنټرول لاندې د کشمير حالات د ۲۰۱۶ کال د جولائۍ له شپږې نېټې راهسې د هندي ځواکونو په لاسو د حزب المجاهدين د قوماندان برهان مظفر واني په وژلې سره تريخجن شوي دي په دغه موده کښې د هندي ځواکونو د حملو له کبله په سلګونو کشميري احتجاج کونکي وژل شوي او په زرګونو نور  ژوبل شوي يا نيول شوي دي.