۲۵ دقیقې منډه وهل۷ کاله عمر زیاتوي
Nov 26, 2018 11:39 Asia/Kabul
دمنډې د وهلو او مزل کولو په خاطر مونږ نه یوازې په اویا کلونو کښې ځوان ښکاره کیږو بلکې په خپل عمر کښې اووه کاله زیاتوالی هم راوستلی شو
زمونږ خبریال وايي دلندن د سینټ جارج پوهنتون پروفیسر سنجی شرما وايي مونږ دبوډاتوب مخه نشو نیولای خو هره ورځ له شلوتر پینځویشتو دقیقو پورې د مزل کولو او یا منډې په وهلو سره د زر بوډا کیدا مخه نیولای شو .
هغه وویل دمنډې د وهلو او مزل کولو په خاطر مونږ نه یوازې په اویا کلونو کښې ځوان ښکاره کیږو بلکې په خپل عمر کښې اووه کاله زیاتوالی هم راوستلی شو .
دانګلستان دلندن دسینټ جارج پوهنتون دغه پروفیسر زیاته کړه که څه هم دزړه ناروغان منډه نشي وهلی خو دمزل په کولو سره خپل ځان چست ساتلی شي
ټیګونه