ژاړا د صحت لپاره څرنګه ګټه لري ؟
Nov 27, 2018 10:17 Asia/Kabul
په هالینډ کښې په یوه نوي تحقیق او څیړنې کښې دغه خبره معلومه شوي ده که چیرې تاسو دذهني دباو کمول غواړئ نو ددې لپاره دلږ شان اوښکو بهول ضروري دي
زمونږخبریال وايي یوازې لافټر تراپي(laughter therapy) یعني خندیدل دانسان په صحت مثبت اغیزونه نه اچوي بلکې کله نه کله ژاړه هم دانسان په روغتیا ګټور اغیز کوي .
په هالینډ کښې په یوه نوي تحقیق او څیړنې کښې دغه خبره معلومه شوي ده که چیرې تاسو دذهني دباو کمول غواړئ نو ددې لپاره دلږ شان اوښکو بهول ضروري دي .
د هالینډ محققانو معلومه کړي ده چې د اوښکو دبهولو په وجه دانسان دبدن دننه غبار ختمیږي چې وروسته دانسان په جذباتو او احساساتو کښې ښه بدلون راځي او دغه چاره دانسان له طبعیت سره سره په صحت هم ښه اغیز او اثر کوي
ټیګونه