محمد بن سلمان دخبریال په وژلې کښې لاس لرلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78513-محمد_بن_سلمان_دخبریال_په_وژلې_کښې_لاس_لرلی
زمونږ خبریال وایی دامریکا دمشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر باب کورکر وویل ددغه جرګې استازی ډاډمن دی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې لاس لرلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان دحکومت چارواکو دترکیې په استنبول کښې د  عربستان په کنسولګرۍ کښې خبریال جمال خاشقجي وژلی دی .
    د سعودي عربستان دحکومت چارواکو دترکیې په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې خبریال جمال خاشقجي وژلی دی .

زمونږ خبریال وایی دامریکا دمشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر باب کورکر وویل ددغه جرګې استازی ډاډمن دی چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې لاس لرلی دی .

هغه وویل دامریکا دمشرانو جرګې غړی پوهیږی چې د عربستان دخبریال جمال خاشقجی د وژلې عاملانو د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم عمل کړی دی .

باب کورکر وویل که  چیرې سپینه ماڼۍ په دې زمینه کښې د سعودی عربستان پرضد ضروری اقدامات ونکړی مشرانو جرګه  به د عمل نوښت په لاس کښې واخلی او په دې زمینه کښې به اقدام ترسره کړی .

د امریکا د ریپبلیکن ګوند د سناتورانو مشر میک کانل هم وویل جاسوسۍ اداره سی ایی دغه نتیجې ته رسیدلی ده چې د سعودی عربستان دحکومت چارواکو دترکیې په استنبول کښې د  عربستان په کنسولګرۍ کښې خبریال جمال خاشقجی وژلی دی .

خو د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس وویل واشنګټن داسې هیڅ پریکنده شواهد چې محمد بن سلمان د خبریال په وژلې کښې لاس لرلی وو نلری .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو هم پرون وویل داسې هیڅ نیغ په نیغه راپور  چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجی په وژلې کښې لاس لرلی وو نشته .

هغه وویل له سعودی عربستان سره د امریکا داړیکو خرابیدل دامریکا دملی امنیت لپاره تیروتنه ده او د عربستان چارواکی به په هیواد کښې ښه اړخ نیونې ته مجبوره نکړی .

دامریکا خارجه وزیر وویل عربستان دامریکا لپاره مهم متحد دی دومره مهم متحد چې هغه له لاسه نشو ورکولی .