امریکا باید د یمن جنګ پاې ته ورسوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78514-امریکا_باید_د_یمن_جنګ_پاې_ته_ورسوی
پریس ټی وی راپور ورکړ دامریکا مشرانو جرګې سینا دیمن پرضد جنګ کښې دسعودی عربستان له رژیمه د واشنګټن د ملاتړ د ختمولو په اړه دبحث په باره کښې د رایو له اچولو سره موافقه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 02:27 Asia/Kabul
  • که چیرې د یمن د الحدیده بندر د فعالیت کمیدل دوام ولري په دغه هیواد کښې به دخواړو په تامینولو جدي او سمدستي اغیز ولري .
    که چیرې د یمن د الحدیده بندر د فعالیت کمیدل دوام ولري په دغه هیواد کښې به دخواړو په تامینولو جدي او سمدستي اغیز ولري .

پریس ټی وی راپور ورکړ دامریکا مشرانو جرګې سینا دیمن پرضد جنګ کښې دسعودی عربستان له رژیمه د واشنګټن د ملاتړ د ختمولو په اړه دبحث په باره کښې د رایو له اچولو سره موافقه وکړه .

د یمن په جنګ د غور دنه کولو لپاره دامریکا د سپینې ماڼۍ او دخارجه وزیر له غوښتنې سره سره مشرانو جرګې پرون د اوه دیرشو (۳۷)مخالفو رایو په مقابل کښې په درې شپیتو(۶۳) موافقو رایو سره دیمن پرضد جنګ کښې له سعودی عربستان څخه د امریکا د ملاتړ په ختمولو د غور  کولو لپاره لاره هواره کړه .

د امریکا د ریپلیکن ګوند سناتور «مایک لی» دیمن په جنګ دغور لپاره د مشرانو جرګې سنا په غونډې کښې وویل امریکا باید دیمن په خونړی جنګ کښې ګډون ونلری او زیاته یې کړه په یمن کښې وژلې د امریکا دموافقې په سیوری کښې دوام لری .

دغه راز د  ملګروملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک هم دیمن په «الحدیده» ستراتیژیک بندر د سعودی عرستان د ائتلاف دحملو د دوام په اړه خبرداری ورکړ .

هغه وویل که چیرې د یمن د الحدیده بندر د فعالیت کمیدل دوام ولری په دغه هیواد کښې به دخواړو په تامینولو جدی او سمدستی اغیز ولری .