اینټي بایوټیکس درمل څرنګه د شوګر ناروغۍ سبب کیږي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78520-اینټي_بایوټیکس_درمل_څرنګه_د_شوګر_ناروغۍ_سبب_کیږي
په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي چې د باکټریا او وایروس لپاره دزیات اغیزشیندونکو اینټي بایوټیکس دوایانو استعمال د شوګر ناروغۍ درامینځته کیدا خطر زیاتوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2018 08:03 Asia/Kabul
  • اینټي بایوټیکس درمل څرنګه د شوګر ناروغۍ سبب کیږي ؟

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي چې د باکټریا او وایروس لپاره دزیات اغیزشیندونکو اینټي بایوټیکس دوایانو استعمال د شوګر ناروغۍ درامینځته کیدا خطر زیاتوي

زمونږ خبریال وايي که چیرې څوک زیات اینټي بایوټیکس ګولې او دوایانې استعمالوي نو زیات احتمال شته چې د شوګر(DIABETES) یا شکرې په شان  د خاموش او پټ مرض ښکار شي .

دغه نوي خبره په جرنل اف کلینیکل اینډکرینولوجي اینډ میټابولز مجلې کښې په یوه خپاره شوي تحقیق کښې ایشوا شوي ده .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي داسې نښې نښانې ملاو شوي دي چې د شوګر یا شکرې دناروغۍ او د ډاکټرانو لخوا د وړاندیز شویو درملو ترمینځ واضح ارتباط شته .

په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي چې د باکټریا او وایروس لپاره دزیات اغیزشیندونکو اینټي بایوټیکس دوایانو استعمال د شوګر ناروغۍ درامینځته کیدا خطر زیاتوي .

Image Caption

 

دډانمارک  محقق ډاکټر کرسټین میککلسن وايي په تیرو پینځلسو کلونو کښې په زیاته اندازه د اینټي بایوټیکس درملو په استعمالونکو کسانو کښې د شوګر ناروغۍ دوهم ډول یعني ټایپ ټو (type-2) په زیاته اندازه کښې ولیدل  شو .

دډانمارک دغه محقق وویل نورو څیړنو ته ضرورت شته ځکه چې تراوسه په کامل ډول دغه خبره تائید نه ده شوي دچې اینټي بایوټیکس دوایانې د شوګر ناروغۍ د زیاتولو سبب کیږي .

له تیرو شپیتو کلونو راهسې اینټي بایوټیکس ګولې او دوایانې دمختلفو اینفیکشنونو د معالجې لپاره استعمالیږي .

Image Caption

 

محققانو وویل مونږ  په پوره یقین سره نشو ویلی خو دتحقیق دترسره کولو پراساس دغه خبره معلومه شوي ده چې داینټي بایوټیکس درملو داستعمال په وجه دشوګر مرض ددوهم ډول یعني ټايپ ټو(TYPE 2) خطر زیاتیږي چې همدا اوس په نړیواله سویه یو ستر چیلنج ګڼل کیږي .

ګرانودوستانو دا یو طبي خبر دی خو مونږ دتاسو دمعلوماتو دزیاتولو لپاره په زړه پورې خبرونو کښې خپور کړی دی