له ایران څخه دخلکو او دهیوادونو د ویرولو لپاره دامریکا هڅه :-
-
دسیمې اوسنی حقیقت دایران په څنګ ته کولو کښې دامریکا د سیاستونو د ماتي ښودنه کوي .
دایران په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک (Brian Hook)په تیرې پنجشنبې ورځ له ایران څخه د هیوادونو او دخلکو دویرولو په چوکاټ کښې د واشنګټن د چارواکو د تیرو ادعاګانو په تکرارولو سره ادعا وکړه ایران د اټومی خولیو د وړلو توان لرونکی توغندی ویشتلی دی .
دایران په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی برایان هوک د سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم په سبک(Style) په تکراری نندرې سره په عمومی افکارو د اغیز دشیندنې لپاره د ایران پرضد د شورماشور په دوام کښې د توغندیو یوشمیر پرزې نندرې ته وړاندې چې د هغه په ادعا دغه توغندی له ایران څخه یمن ته استول شوی دی .
دامریکا دغه چارواکی په خپل ګمان ایران په یمن کښې د انسانی کړکیچ مسول وباله او ویې ویل په ایران دباونه زیاتیږی چې خپل کړچار بدل کړی .
د ایران په چارو کښې دامریکا دځانګړی استازی برایان هوک دغه ادعاګانې دتیرو ادعاګانو تکرار وو او کومه نوی خبره پکښې نه وه خو دغه ادعاګانې په دې هدف سره تکراریږی چې هماغه راز له ایران څخه دهیوادونو او دخلکو د ویرولو په څپې سره له نړیوالې ټولنې سره دایران اړیکې تر اغیز لاندې ورولی .
ټول خلک او هیوادونه ښه پوهیږی چې دامریکا د دا ډول لوبو نیټه پاې ته رسیدلی ده او د ادعا او د شور ماشور له لارې د واقعیتونو د بدلولو لپاره هڅه به کومه نتیجه ونلری .
په توغندوی بحثونو کښې ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دفتوا پراساس د اټومی بم جوړول حرام بللی دی .
په دې سربیره دایران توغندی په اساسی ډول عادی توغندی دی او هغه د اټومی خولیو د وړلو دتوان دلرلو په هدف سره نه جوړیږی .
دغه موضوع ته د اټومی تړون په تائیدولو کښې د امنیت شورا په دوه زره دوه سوه یودیرشم(۲۲۳۱) پریکړه لیک کښې هم اشاره شوی ده .
دغه راز د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس هم په خپلو څوارلسو(۱۴) راپورونو کښې تائید کړی ده چې ایران داټومی تړون مادو ته پاې بند دی او اټومی فعالیتونو یې هیڅ سرغړونه نه ده لرلی .
په دې اساس دایران په چارو کښې د امریکا دځانګړی استازی برایان هوک ادعا په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو د مسولیت د اچولو او په خپل ګمان دګواښ په توګه دایران دمعرفی کولو لپاره یوه(۱) هڅه ده هغه هم په داسې شرایطو کښې چې اروپایی اتحادیه د اټومی تړون دساتلو لپاره له ایران سره دسلامشورې په حال کښې ده او نړۍ دسعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په پیښه کښې په ولیعهد محمد بن سلمان دباونه زیات کړی دی .
په یمن کښې د ایران دلاسوهنې او انصار الله غورځنګ ته د وسلو د استولو ادعا د تیرو ادعاګانو تکراریدل دی او ددغو ادعاګانو بې اساسوالی په ځلونو ثابت شوی دی .
هغه لوری چې په یمن کښې د انسانی کړکیچ مسول دی ایران نه دی بلکې امریکا دی چې په هرو شرایطو کښې دسعودی عربستان په رژیم د خپلو وسلو د خرڅولو کوشش کوی .
دبشری حقوقو موسسوتائید کړی ده چې سعودی عربستان دامریکا په جوړو وسلو سره دیمن په خلکو بمبارې کوی او دسعودی عربستان په څنګ کښې امریکا هم په یمن کښې دجنایتونو مسوله ده .
په همدې زمینه کښې د بریتانیا اینډی پینډینټ (The Independent) ورځپاڼې هم په تیرې پنجشبې ورځ په دې خبرې سره چې امریکا د سعودی عربستان د دیکتاتورۍ ملاتړ کوی په دغه پوښتنې سره چې کوم هیواد د یمن دجنګ مسول دی؟ ولیکل دامریکا په شمول لویدیځ قدرتونه دیمن په ویرونکی جنګ کښې د سعودی عربستان پوځی او لاجیسټکی ملاتړ کوی خو دوې(امریکا او لویدیځ هیوادونه ی) بیا ایران رټی .
که چیرې دیمن په جنګ کښې د سعودی عربستان له رژیمه د امریکا د ملاتړ د ختمولو د غور په اړه د مشرانو جرګې سینا (Senate)د تیرې چهارشنبې ورځې په غونډې کښې مطرح شویو بحثونو ته پام وشی نو دیمن په اړه د ایران پرضد د امریکا دځانګړی استازی برایان هوک لخوا دمطرح شویو ادعاګانو بې اساس توب ثابیتیږی .
دامریکا د مشرانو جرګې سینا د تیرې چهارشنبې په غونډې کښې د ریپبلیکن ګوند(Republican Party) سناتور مایک لی (Mike Lee) وویل امریکا باید دیمن په خونړی جنګ کښې ګډون ونلری او زیاته یې کړه دامریکا دموافقت په سیوری کښې په یمن کښې وژلې روانې دی .
مایک لی وویل دیمن جنګ د لسګونو زره بې ګناه ښاریزو د وژلې سبب شوی او دیمن په جنګ کښې له عربستان څخه په ملاتړ کښې دامریکا لاسوهنې حالات نور هم پسې خراب کړی دی .
دسیمې اوسنی حقیقت دایران په څنګ ته کولو کښې دامریکا د سیاستونو د ماتی ښودنه کوی او په همدې دلیل دامریکا چارواکی کله نه کله هڅه کوی د نړۍ دخلکو پام له اصلی موضوګانو له ایران څخه دخلکو او دهیوادونو د ویرولو موضوع ته وګرځوی خو امریکا او متحدان یې د نړیوالو بدلونونو بایلونکی دی .