د پلاسټکی لوخواستعمال ولې د سرویښتان غورځوی؟
ددوه نوی فیصده کسانو چې ویښتان یې تویدل په وینې کښې پلاسټیک موجود وو
اکثره خلک دویښتانو له تویداو دپک کیدا په هکله ډیر پریشانه وي او دويښتانو له تویدا د ژغورنې لپاره ډول ډول هڅې او کوششونه کوي .
خو اوس د ویښتانو دتویدا یوه مهمه وجه معلومه شوي ده او هغه داچې په هندوستان کښې په یوه تحقیق کښې دغه خبره معلومه شوي ده چې دپلاسټیک په لوخو او شیانو کښې دډوډ ۍ دخوړلو په وجه دانسان جسم ته داخلیدونکي جراثیم او مایکروبونه د انسان د سر دویښتانو دتویدا او د پک کیدا سبب کیږي .
دهندوستان په بنګلور ښار کښې دهیر لائن اینټرنیشنل ریسرچ اینډ ټریټمینټ سنټر کښې په شوي تحقیق کښې معلومه شوي ده چې ددوه نوی فیصده کسانو چې ویښتان یې تویدل په وینې کښې پلاسټیک موجود وو .
ددغه تحقیق په وخت د زرو مریضانو دوینې نمونې یا سیمپل (SAMPLES)واخیستل شول چې څلور سوه دیرش پکښې ښځې او پینځه سوه اویا هم پکښې سړي شامل وو .
ددغه ښځو او سړیو دوینې دنمونو په اخیستلو سره دغه خبره معلومه شوه چې دهغوې په وینې کښې بايي سفینول ای یعني بي پي ای موجود وو کومه چې یوه مصنوعي ماده ده چې د مختلف ډول پلاسټیکونوپه جوړولو کښې استعمالیږي او په دغو مریضانو کښې زیاتره هغه کسان شامل وو چې په مختلفو دفترو کښې یې کارونه کول او په ورځ کښې له څلور تر شپږ ځلو پورې د اوبو دڅښلو او دډوډۍ دخوړلو لپاره دپلاسټیک شیان او لوخې استعمالول .
د هندوستان ددغه تحقیق دترسره کولو مشر وویل چې دپلاسټیک بي پي ای ماده نه یوازې دانسان ویښتانو ته تاوان رسوي بلکې دغه ماده د انسان دزړه دناروغیو سبب هم کیږي .
دغه راز داویا فیصده میټابولیک خرابۍ پیل هم د انسان دویښتانو له تویدا کیږي .
هغه وویل دماشومانو د ډوډۍ دخوړلو دپلاسټیک لوخې یعني له ټیفین رانیولي د اوبو دڅښلو دبوتلو، د چای دڅښتلو دپیالې او دمایکرو ویویو اون کنټینر ټول زمونږ په وینې کښې د بي پي ای مادې سبب کیږي په همدې خاطر ضروري ده چې دپلاسټیک دلوخو پرځاې د سټيل(STEEL) ، شیشې او سرامکس لوخي استعمال شي .