دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نوهیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ .
داهم د تهران ورځپاڼو په سرکې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړنی مخ ئې د نورو ورځپاڼو په څیر دایران داسلامی جمهوریت دپوځ سمندری ځواک ته د ایرانیو ځوانو متخصصانو په لاس د جوړې شوی سهند نومې سترې جنګی بیړۍ په زړه پورې عکسونه راخستی او لیکلی ئې دی ، دایران د ځای متخصصانوپه لاس جوړه شوی ستره جنګی بیړه داسلامی ایران دسمندری ځواک قدرت نوره هم لوړوی او دښمنانو ته ورښئ چې اسلامی ایران دخپل ټاټوبی او عظمت په دفاع کې له هیچا سره سازباز نه کوی او که چیرې کوم تیریګر کومه تیروتنه وکړی ،نو غاښ ماتونکی ځواب به ووینی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی ،دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری په هیواد کې دتل پاتې پراختیا پوره کیدا یوازې په علمی پراختیا کې بللې او وئیلی ئې دی ، دعلم اوټیکنالوجۍ دتولید غورځنګ نن سبا دهیواد په تر ټولو لوړه سویه په یوې جدی ارادې بدل شوی دی .
ورځپاڼې مخکې لیکلی دی ، په فرانسې کې دحکومت د کرغیړنو اقتصادی چارو په ضد مظاهرو درسته فرانسه په ټپه درولې او وئیل کیږی د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ په اخ وډب کې په سلګونو کسان ټپیان او دغه راز نیول شوی دی او وئیل کیږی دغه شان مظاهرې داروپا نورو هیوادونو ته هم غزیدلی او اروپائی مشران ئې سربداله کړی دی .
یو سیاسی شناندی رزمیری کلانیک په نیشنل انټرسیټ خپرونې کې لیکلی دی ، دامریکا د ډونالډټرمپ حکومت له هغو ټولو واقعیتونو سره سره چې پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په وژلې کې د آل سعود کورنۍ دلاس درلودلو په باب شته ، دعربستان د ولی عهد محمد بن سلمان تر شا ولاړ دی او نور ئې لمسوی . په عین حال کې حتی دبهرنی سیاست هغو کارپیژاندو چې د ریاض له چارواکو سره نزدې دی ، هم په دې زمینې کې خبرداری ورکړی چې امریکا باید په اړه ، دامریکا او عربستان ترمینځ دسټراټژیک اتحاد درامینځةکولو او دیوې غوره ملګرتیا دجوړولو لپاره داړتیاوړ اصولو په عنوان سره د ډیموکراټیکو اصولو او ارزښتونو د انډول ضرورت په نظر کې ونیسی . یو هغه کس چې پر دغه شان نظر ټینګار کوی ، د امریکا دخارجه وزارت پخوانی منشی جیمز بیکر دی .
دانګلستان او عراق پلازمینې له وروستیو څو ورځو راهسې په یمن د آل سعود رژیم دتیریو ددوام په ضد د مظاهرو ډګرونه دی .
دافغانستان په کندهار کې د طالبانو په مینځ کې دیوه زغرګاډی د چاودنې له امله چې په همداوروستیو کې طالبانو له افغان عسکرو ولجه کړی ؤ ، کابو اوه دیرش طالبان وژل شوی او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی ، وئیل کیږی چې طالبانو غوښتل دغه زغرګاډی چې له چاودیدونکو موادو ئې ډک کړی ؤ او غوښتل ئې دافغان یا بهرنیو عسکرو په مینځ کې وچاودوی ، مقصد ته له رسیدو مخکې دهمدغو طالبانو په مینځ کې وچاودید او دغه مرګ ژوبله ئې واړوله .
د آرژانتین په پلازمینې کې د ډی شل ډلې په سرمشریزې کې دعربستان د ولی عهدمحمدبن سلمان دشتون په دلیل په پراخ جنجال او اړۍګړۍ پسې داسې منظره هم ولیدل شوې چې محمد بن سلمان پکې یوازې پاتې شوی او دسرمشریزې دګډون کونکو د تصویر د جوړولو په وخت هم دګروپ په څنډې کې دریدلی او بې اهمیّته پاتې شوی ؤ له شرمیدو وروسته له چا سره له خاصو خبرو او ستړی مه شی پرته له هغه ځایه ووت .
دامریکا یو څلویښتم جمهوری غواړی ولسمشر جارج هربرټ واکر بوش چې په پلار بش مشهور ؤ په ۹۴کلنۍ کې مړ شو .
دغې ورځپاڼې همداراز صهونیسټ رژیم ته د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د وروستی ویډیو ئی خبرداری په باب یوه ستره مقاله لیکلې ده . په دغې مقالې سر کې لیکل شوی دی ، که کومه ګستاخی او تیروتنه وکړئ نو سخت به پښمانه شئ : د لبنان حزب ا.. ولسی غورځنګ بیګا یوه دقیقه ای ویډیو کلیپ د :که غلطی وکړئ پښمانه به شئ : په عنوان سره چې په لاندینۍ پټۍ کې ئې په عبری ژبې ژباړه کیدله ، خپور کړی چې په یوې برخې کې ئې د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ د عمومی منشی سید حسن نصرا... دخبرو یوه برخه هم راخستل شوې ، چې صهونیسټانو ته په لبنان دتیریو په باب ئې خبرداری ورکړی او روښانه ئې کړې ده ، حزب ا... به په لبنان هرډول تیریو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
په خپرۀ شوی ویډیوئی کلیپ کې د صهونیسټ رژیم دایټمی تاسیساتو او څو نورو پوځی مرکزونو هوائی تصویرونه چې د حزب ا... غورځنګ دتوغندوی تجهیزاتو او د مبارزانو دصحنو تر څنګ نندارې ته وړاندې کړی دی او وحشی ا و تیریګرو صهونیسټانو ته ئې یو ځل بیا ښودلې ده چې د نیواکی فلسطین یو ځای هم د حزب ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو له شیشته لیرې نه دی .
په همداوروستیو کې دصهونیسټ رژیم دمستعفی دفاع وزیر پشمول ځینو وحشی صهونیسټی چارواکو او د دغه رژیم دپوځ ویندوی لبنان په کرتو په جنګ ګواښلی او دسید حسن نصر ا... کلک ځواب هم ددغو ګواښونو په غبرګون کې ؤ .
دا هم ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، په ملګروملتو کې دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ امنیت شورا ته په دوو لیکونو کې دایران په ضد د واشنګټن او ریاض د بلاغواړو اقداماتو په نسبت غبرګون ښودلی او دنړیوالې ټولنې دغبرګون غوښتنه ئې کړې ده . په یوه لیک کې چې په ملګروملتو کې دایران دنمایندګۍ سفیر او مرستیال اسحاق آل حبیب په لاسلیک سره د ملګروملتو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته لیږدول شوی ، په دغو لیکونو کې وئیل شوی دی ، موجود کافی مستندات ثابت کوی ، چې عربستان په ایران کې داقتصادی او امنیتی ورانکارو اقداماتو دترسره کولو لپاره په پلانونې بوخت دی . همداراز په یمن د عربستان د تیریو او له دغه رژیمه د امریکا دبې خرته مرستو په باب هم اعتراضونه شوی او غوښتل شوی چې ملګری ملتونه او امنیت شورا دې خپل نړیوال مسئولیّتونه ترسره کړی او د یمن دبې څوکه او مظلوم ولس د نسل وژنې مخه دې ونیسی .
دغې ورځپاڼې همداراز لیکلی دی ، دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دحکومتی او بهرنیو عسکرو په ګډو عملیاتو کې په لسګونو وسلوال کسان وژل شوی او دغه راز یوشمیر نور هم نیول شوی دی ، داپه داسې حال کې دی چې د طالبانو ډلې مسئولان هم ا دعا کوی ، چې په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ئې په غلچکیو حملو کې بهرنیو او افغان عسکرو ته درندې مرګ ژوبلې آړولی دی .
دپاکستان دپوځ په یوې اعلامیې کې راغلی دی ، د دغه هیواد پوځ او امنیتی مامورانو دخیبر پختونخواه صوبې په ډیره اسماعیل خان کې د ردالفساد نومې پوځی عملیاتو په دوام کې د تکفیری ترهه ګرو په یوه پټنځای په عملیاتو کې دوه خطرناک ترهه ګر وژلی او له هغه ځایه ئې زیات شمیر چاودیدونکی توکی او مهمات ترلاسه کړی دی .
د عربستان په ختیځی ولایتونو کې د آل سعود رژیم په ضد ولسی اعتراضونه اومظاهرې هماغه راز دوام لری .
داهم قدس ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، انګریز خارجه و زیر جرمی هانټ یو ځل بیا ددې خبرې په کولو سره چې دایران توغندوی آزموینې اندیښمنونکی دی ، وئیلی دی ، باید ایران خپل توغندوی پروګرام ودروی ا و په دې اړه له دوی سره خبرې اترې وکړی . داپه داسې حال کې دی چې دایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلی دی ، دایران دفاعی او پوځی فعالیتونه په بشپړ ډول دفاعی دی او پر یوه هیواد هم دتیری نیّت نه لری ، البته ټول دې په دې خبره ښه پوه شی ، چې داسلامی ایران ددفاعی او پوځی قدرت دزیاتولو په باب فعالیتونه یوازې دخپلې خاورې او سیمې د دفاع لپاره دی او د دغو فعالیتونو په باب له هیچا سره هیڅ ډول خبرې اترې اوسازباز نه کوی . اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعګانو په اړه لیکنې چاپ کړی دی.
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلی، یوازې شفاف مذاکرات سوله راوستلی شی.په سرمقاله کې وړاندې راغلی، اوس چې د امریکا په مشرۍ د سولې خبرې پیل شوی دی، دا هیلې زیاتې شوی چې بلاخره به په هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه پای ومومی او د افغانستان خلک به سولې ته ورسېږی.
خو ورځپاڼه لیکی چې پهدې جریان کې اوس ځینو دا خبره مطرح کړې چې د امریکا د سولې په لاره کې ابهام موجود دی.
د سرمقاله لیکونکی په خبره، د افغانستان د سولې په روانو خبرو کې د ابهام خبره ځکه کېږی چې د مذاکراتو دواړه خواوې پرته له دې چې افغان دولت پرې خبر وی ، دا بهیر پر مخ بیولی دی .
په سرمقاله کې راغلی، مونږ په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د سولې له مذاکراتو هرکلی کوو،پهدې باور یو چې باید د خبرو په هر پړاو کې د افغانستان خلک شریک او غوښتنې او وړاندیزونه یې په پام کې ونیول شی.
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی چې په کابل کې د ایران سفارت له طالبانو د وسلهوال ملاتړ په اړه د ایران لپاره د امریکا د ځانګړی استازی برایان هوک هوک څرګندونې رد کړی او هغه یې غیر مستندې بللی دی.
په مطلب کې وړاندې راغلی چې د دغه سفارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د هوک څرګندونې په افغانستان کې د امریکا د ځینو بېړنیو او غیر شفافو اقداماتو د توجیه په هدف مطرح شوی دی.
ورځپاڼه لیکلی، په کابل کې د ایران سفارت ویلی، د واشنګټن دا هڅې په افغانستان کې د عمومی افکارو د انحرافولو او د کابل او تهران د مخ پر ودې اړیکو د زیانمنولو لپاره کېږی .
دوستانو د نننیو مطبوعات وخت هم همدومره ؤ ورځپاڼې نوره هم لرو خو وخت نه لرو، نو ترراتلونکی پورې ........... له خپل ګران ملګری .......... سره یو ځای له تاسو اجازت غواړی .........