دمیک اپ استعمال څرنګه ښځې شنډوي ؟
په تحقیق کښې معلومه شوه چې دمیک اپ په شیانو کښې پینځلس ضروري استعمالیدونکي شیان د ښځو دصحت او روغتیا لپاره ډیر تاوان لري
هره ښځه سینګار خپل حق ګڼي او په نوي وخت کښې د هرې پرګنې ښځې د ښکلي ښکاریدا لپاره دمیک اپ نوي سامانونه استعمالوي خو دغه ټول شیان په حقیقت کښې د ښځو لپاره دګټې دلرلو پرځاې هغوې ته تاوان رسوي .
دامریکا د واشنګټن پوهتنون کارپيژاندو په یودیرش زره او پینځه سوه پینځه اویا ښځو له مختلفو کمییاوي موادو جوړ لیپ سټیک او د مخ دکریم په شان دمیک اپ دنورو سامانونو تجربې وکړي او ترڅلوروکلونو پورې یې دهغو داغیزونو جاج واخیست .
په تحقیق کښې معلومه شوه چې دمیک اپ په شیانو کښې پینځلس ضروري استعمالیدونکي شیان د ښځو دصحت او روغتیا لپاره ډیر تاوان لري .
دامریکا د تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسر امبر کوپټر وویل دمیک اپ د پرله پسې استعمال په وجه په ښځو کښې د زړه ناروغۍ رامینځته کیږي ، هډوکي کمزوري کیږي او ښځې شنډیږي هم .
په دې سربیره په ښځو کښې د کینسر ناروغیو دزیاتیدا موردونه هم دمیک اپ په خاطر دي