دمیک اپ استعمال څرنګه ښځې شنډوي ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78650-دمیک_اپ_استعمال_څرنګه_ښځې_شنډوي
په تحقیق کښې معلومه شوه چې دمیک اپ په شیانو کښې پینځلس ضروري استعمالیدونکي شیان د ښځو دصحت او روغتیا لپاره ډیر تاوان لري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2018 08:53 Asia/Kabul
  • دمیک اپ استعمال  څرنګه ښځې شنډوي ؟

په تحقیق کښې معلومه شوه چې دمیک اپ په شیانو کښې پینځلس ضروري استعمالیدونکي شیان د ښځو دصحت او روغتیا لپاره ډیر تاوان لري

هره ښځه سینګار خپل حق ګڼي او په نوي وخت کښې د هرې پرګنې ښځې د ښکلي ښکاریدا لپاره دمیک اپ نوي سامانونه استعمالوي خو دغه ټول شیان په حقیقت کښې د ښځو لپاره دګټې دلرلو پرځاې هغوې ته تاوان رسوي .

دامریکا د واشنګټن پوهتنون کارپيژاندو په یودیرش زره او پینځه سوه پینځه اویا ښځو له مختلفو  کمییاوي موادو جوړ لیپ سټیک او د  مخ دکریم په شان دمیک اپ دنورو سامانونو تجربې وکړي او ترڅلوروکلونو پورې یې دهغو داغیزونو جاج واخیست .

Image Caption

 

په تحقیق کښې معلومه شوه چې دمیک اپ په شیانو کښې پینځلس ضروري استعمالیدونکي شیان د ښځو دصحت او روغتیا لپاره ډیر تاوان لري .

دامریکا د تحقیقاتي ډلې مشر پروفیسر امبر کوپټر وویل دمیک اپ د  پرله پسې استعمال  په وجه په ښځو کښې د زړه ناروغۍ رامینځته کیږي ، هډوکي  کمزوري کیږي او ښځې شنډیږي هم .

په دې سربیره په ښځو کښې د کینسر ناروغیو دزیاتیدا موردونه هم  دمیک اپ  په خاطر دي