محمد بن سلمان د جمال خاشقجی د وژلو حکم ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78668-محمد_بن_سلمان_د_جمال_خاشقجی_د_وژلو_حکم_ورکړی
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دمشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر باب کورکر یوځل بیا ټینګار وکړ چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2018 01:14 Asia/Kabul
  • امریکا تراوسه د عربستان له غندلو ډډه کړي ده چې له ریاض سره د خپلو سترو پوځي تړونونو ساتنه وکړي .
    امریکا تراوسه د عربستان له غندلو ډډه کړي ده چې له ریاض سره د خپلو سترو پوځي تړونونو ساتنه وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دمشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر باب کورکر یوځل بیا ټینګار وکړ چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې حکم ورکړی دی .

باب کورکر د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د  لاس لرلو په هکله د محمد بن سلمان په نه تنبیه کولو نیوکه وکړه او ویې ویل د سعودی عربستان ولیعهد سلمان داسې فکر کوی چې په ټوله دنیا کښې خپل مخالفان او نیوکه کونکی وژلی شی پرته له دې چې کومې پایلې دهغه په تمه وی .

امریکا تراوسه د عربستان له غندلو ډډه کړی ده چې له ریاض سره د خپلو سترو پوځی تړونونو ساتنه وکړی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم ویلی امریکا او سعودی عربستان هڅه کوی د جمال خاشقجی وژله داسې تفسیر کړی چې پکښې د محمد بن سلمان له لاس لرلو انکار وکړی .