د برجام په اړه د « لاوروف » او « موگريني » خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78733-د_برجام_په_اړه_د_لاوروف_او_موگريني_خبرې_اترې
د روسيې خارجه وزير او د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې د ايران د اېټمي موافقې برجام په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2018 02:30 Asia/Kabul
  • د برجام په اړه د « لاوروف » او « موگريني » خبرې اترې

د روسيې خارجه وزير او د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې د ايران د اېټمي موافقې برجام په اړه خبرې اترې وکړې.

د ايرنا د رپوټ له مخې مېرمن فيډريکا موګريني د اېټاليا په ميلان ښار کښې د سرګئ لاوروف په کتنه کښې د برجام په څېړنې سره وويل، له ايران سره د اقتصادي ملګرتياو د دوام د ضمانت لپاره مالي لارې چارې به په کار لاس پورې کړي.

د روان ميلادي کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه په يو اړخيزه توګه د امريکې له وتلو، د واشنګټن لخوا په برجام کښې د خپلو ژمنو له خلاف ورزۍ او د ايران په خلاف د بيا بنديزونو له لګولو وروسته برطانيې، فرانسې، روسيې، چين، جرمني او اروپائي اتحاديې اعلان کړې دے چې په برجام پابند دي او ترې ملاتړ کوي.

مېرمن موګريني په دغو خبرو اترو کښې همدارنګ وويل، برجام د اروپا په امنيت کښې يوه مهمه چاره ده او اجرا به يې د ټولو په ګټه وي.

د روسيې خارجه وزير او د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې همدارنګ د سوريې د بحران او د يوکرائن د مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې.

ترمېنځنۍ فاصلې ويشتونکو اېټمي ځواکونو د تړون په اړه بحث چې امريکې شپېته ورځې وروسته يې  روسيې ته د اجراء د زوړند حالت کښې راوستل اعلان کړل د لاوروف او مېرمن موګريني د خبرو اترو يوه بله موضوع وه.