په اوبو سره څرنګه خپل وزن کنټرولولې شو ؟
محققان وایی په ساړه موسم کښې انسان اوبو ته زیات ضرورت نلری خو دامریکا ایلی نوییس پوهنتون محققانو داسې دلایل بیان کړی دی چې تاسو دیوه ګلاس نورو اوبو څښلو ته مجبورولې شی
دامریکا کارپیژاندی وایی خلک خپل وزن او کولیسټرول په ساده اوبو سره کنټرول کولای شی .
محققان وایی په ساړه موسم کښې انسان اوبو ته زیات ضرورت نلری خو دامریکا ایلی نوییس پوهنتون محققانو داسې دلایل بیان کړی دی چې تاسو د یو ګلاس
نورو اوبو څښلو ته مجبور کولای شی .
په خواړو د ساده اوبو د اندازې د معلومولو په هکله په ترسره شوی تحقیق کښې معلومه شوه چې هره ورځ د زیاتو اوبو څښل د انسان د وزن په کمولو کښې
مرسته کولای شی .
محققانو وویل هغه کسان چې خپل وزن او د کولیسټرول کنټرولول غواړی نو دغه کار په ساده اوبو سره کولای شی .
په تحقیق کښې معلومه شوه چې دسادو اوبو اغیزونه په سړیو او بالغو ځوانانو زیات ښکاره وو