ټرمپ: د بن سلمان ترڅنګه به ټينګ اودريږوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i78878-ټرمپ_د_بن_سلمان_ترڅنګه_به_ټينګ_اودريږوو
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا وويل، د جمال خاشقجي د قتل د ماجرې په سر د سعودي په وليعهد د سختو نيوکو باوجود به هم هغه شان د محمد بن سلمان ملاتړ وکړوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 12, 2018 13:58 Asia/Kabul
  • ټرمپ: د بن سلمان ترڅنګه به ټينګ اودريږوو

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا وويل، د جمال خاشقجي د قتل د ماجرې په سر د سعودي په وليعهد د سختو نيوکو باوجود به هم هغه شان د محمد بن سلمان ملاتړ وکړوو.

د امريکې حکومتي چارواکي په تېره بيا ټرمپ په دې وروستيو ورځو کښې په داسې حال کښې چې سعودي په يمن باندې د يرغل او د سعودي د نيوکه کونکي جرنلېسټ جمال خاشقجي د قتل په وجه د نيوکو له سېلاب سره مخامخ دے له سعوديانو دفاع کوي.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېګا په يوه بيانه کښې وويل ، امريکه به د سعودي انډيواله پاتې شي حتی که د خاشقجي د قتل له پلاننګ څخه د سعودي وليعهد خبر هم وي.

ټرمپ په  دغه بيانيه کښې همدارنګ له واشنګټن سره د رياض د وسلو د تجارت ستائنه وکړه او تاکيد يې وکړ، امريکه به په سعودي د وسلو خرڅون ته دوام ورکړي.

د امريکې حکومت تراوسه د خاشقجي د قتل په دوسيه کښې د رياض له غندلو ډډه کړې او کوشش کوي چې له رياض سره د خپلو غټو غټو معاهدو ساتنه وکړي.

واشنګټن پوسټ په يو رپوټ کښې وويل، واشنګټن او رياض کوشش کوي چې د خاشقجي قتل داسې تفسير کړي چې پکښې د بن سلمان له روله انکار وشي.