اینټرنیټ څرنګه دماشومانو په اعصابو اغیز اچوي ؟
په کاناډا کښې په یوه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې په اینټرنیټ باندې په فیس بوک ، ټویټرز او نورو ټولنیز سایټونو له دووساعتونو زیات کارول ماشومان له رواني او نفسیاتي مشکلاتو سره مخ کولای شي او په هغوې کښې دځان وژولو مورد هم پیدا کیدلای شي
په ورځ کښې له دوو ساعتونو زیات په اینټرنیټ کښې په فیس بوک ، ټویټر او انسټاګرام سایټونو بوختیدل د ماشومانو اعصابو ته زیات تاوان رسوي اوددغه کار له کبله دماشومانو حافظه هم اغیزمنه کیږي .
په کاناډا کښې په یوه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې په اینټرنیټ باندې په فیس بوک ، ټویټرز او نورو ټولنیز سایټونو له دووساعتونو زیات کارول ماشومان له رواني او نفسیاتي مشکلاتو سره مخ کولای شي او په هغوې کښې دځان وژولو مورد هم پیدا کیدلای شي .
دکاناډا کارپيژاندو وویل میندو او پلارانو ته پکار دي چې دخپلو بچیانو په چارو څارنه وکړي او هغوې د زیات وخت لپاره په اینټرنیټ کښې په ټولنیزو سایټونو له کارو کولو منع کړي او هغوې د ورزش او لوبو په شان ښو فعالیتونوته وهڅوي او ددغه کار په وجه نه یوازې دماشومانو په صحت د تاواني اغیزونو مخه نیول کیږي بلکې دهغوې دزده کړې کارکردګۍ هم ښه کیږي .
دکاناډا کارپيژاندو په یوې سروې (survey)کښې دغه خبره معلومه کړي ه له دیارلس کلونو تر نولس کلونو پورې داسې هلکانو کښې چې په فیس بوک او ټویټر اینټرنیټ سایټونو کار کوي دنورو هلکانو په پرتله په نفسیاتي او رواني ناروغیو د اخته کیدا زیات چانسونه وي اودهغوې په زده کړې کښې هم کمې راځي .