کوچ دشکرې د ناروغۍ مخه نیسی
دامریکا دپوهنتون استادان په دغه تحقیق کښې دغه نتیجې ته ورسیدل چې کوچ دزړه او دفلج دناروغۍ په رامینځته کیدا کښې هیڅ رول نلری بلکې دشکرې دناروغۍ د دوهم ډول په مخه نیولو کښې یو څه مرسته هم کوی
د انسان د زړه ددریدا یا د فلج ناروغۍ په رامینځته کیدا کښې کوچ (Butter)هیڅ رول نلری بلکې کوچ د شکرې یعنی د شوګر(Sugar) ناروغۍ د دوهم ډول په مخه نیولو کښې مرسته هم کوی .
دامریکا دماشاچوسټ ایالت په ټفټس پوهنتون کښې ترسره شوی تحقیق کښې دغه کوشش شوی چې د کوچو د خوړلو او د زړه او فلج دناروغیو ترمینځ ارتباط
معلوم کړی خو هغوې ددغه ارتباط په نه پیدا کولو سره مایوسه شول .
دامریکا دپوهنتون استادان په دغه تحقیق کښې دغه نتیجې ته ورسیدل چې کوچ دزړه او دفلج دناروغۍ په رامینځته کیدا کښې هیڅ رول نلری بلکې دشکرې دناروغۍ د دوهم ډول په مخه نیولو کښې یو څه مرسته هم کوی .
څوکاله مخکې په لویدیځو هیوادونو او امریکا کښې په کوچوخوړلو ډیر اعتراضونه کیدل او دغه خبره کیدله دکوچودخوړلو په وجه نه یوازې دزړه او دفلج دناروغیو د رامینځته کیدا خطر زیاتیږی بلکې له خپل وخت څخه مخکې دانسان د مړینې سبب هم کیدلای شی .
خو دامریکا په ماساچوسټ پوهنتون کښې په ترسره شوی تحقیق کښې دغه درې واړه خبرې منفی ثابتې شوی دی .