دخاوند او ښځې شخړه څرنګه د وینې دباو زیاتوی ؟
په تحقیق کښې سړی له دې پلوه زیات حساس وبلل شول چې له خپلو ښځو سره د بحث او لانجې په وخت دهغوې په روغتیا ناوړه اغیزونه کیږی
که چیرې کوم څوک هره ورځ خپله میرمنه یا خاوند د وینې د دباو دزیاتیدا مسوول ګڼی نو بده خبره نه کوی ځکه چې په یوه نوی تحقیق کښې دغه ادعا سمه ثابته شوی ده .
دامریکا په میشی ګان پوهنتون کښې په ترسره شوی تحقیق کښې معلومه شوی ده چې د ښځې او خاوند ترمینځ د ناسمو اړیکو نتیجه د وینې د دباو د زیاتیدا
سبب کیږی .
په تحقیق کښې سړی له دې پلوه زیات حساس وبلل شول چې له خپلو ښځو سره د بحث او لانجې په وخت دهغوې په روغتیا ناوړه اغیزونه کیږی .
دامریکا دمیشی ګان پوهنتون په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی د ښځې او خاوند ترمینځ شخړه او تاوتریخوالی د وینې د دباو د زیاتیدا سبب کیږی .
محققانو وویل د ښځې او خاوند خراب ګډ ژوند او شخړه او اړیکې دمنفی فکر کونکو سړیو لپاره ډیر تاوان لری .
دغو محققانو وویل د میړه یا ښځې تجربې دهغوې د ژوند دملګرو یعنی دښځې او میړه په ژوند هم اغیز کولای شی .
دغو محققانو وویل څرنګه چې میړونه په خپلو ښځو زیات انحصار کوی نو ځکه خو د جنګ جګړو او شخړو په وخت له خپلې میرمنې څخه زیاته مرسته نه ترلاسه کیږی چې نتیجه یې هم دسړیو د وینې د دباو دزیاتیدا سبب کیږی