د زیّړو جیکټونو دغورځنګ دفعالانو نړیوال کیدا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79178-د_زیّړو_جیکټونو_دغورځنګ_دفعالانو_نړیوال_کیدا
په نیواکي ټاټوبو کې اقتصادي وضعیّت په دې ډول دی ، چې خلک د اقتصادي لګښتونو او بیّو په زیاتیدا سره له روحي پلوه هم ترډيره حده دباؤنه زغمي خو بلاخره ئې هم دغه زغم ختم شوی او واټونو ته وتلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 14:05 Asia/Kabul
  • د زیّړو جیکټونو دغورځنګ دفعالانو نړیوال کیدا

په نیواکي ټاټوبو کې اقتصادي وضعیّت په دې ډول دی ، چې خلک د اقتصادي لګښتونو او بیّو په زیاتیدا سره له روحي پلوه هم ترډيره حده دباؤنه زغمي خو بلاخره ئې هم دغه زغم ختم شوی او واټونو ته وتلي دي .

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو  دخپر ونې په دې  شیبو کې ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانو د زیّړو جیکټونو د غورځنګ د پراختیا  په باب  له یوه مطلب ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

     دوستانو  دزیّړو جیکټونو د غورځنګ دفعالانو لمن  له فرانسې داروپا نورو هیوادونو  ته هم غزیدلې  او    تر دې چې  دنیواکي فلسطین  ټاټوبو کې ئې هم انګازې کړي دي. دغه غورځنګ  اوس   داروپا په بیلابیلو هیوادونو  کې  د ولس په اقتصادي نیمګړتیاؤ  داعتراضونو په سمبول  بدل شوی  او  د دغه غورځنګ  وړانګې    د فلسطین  د نیواکي ټاټوبو په واټونو کې  هم لیدل کیږي  او   خلکو په نیواکي ټاټوبو کې  په اقتصادي  ترینګلتیاؤ په کرتو  مظاهرې  او اعتراضونه کړي دي .

         په نیواکي ټاټوبو  کې اقتصادي وضعیّت  په دې  ډول دی ، چې  خلک د اقتصادي  لګښتونو  او بیّو په زیاتیدا سره  له روحي پلوه هم ترډيره حده   دباؤنه زغمي  خو بلاخره ئې  هم دغه زغم ختم شوی او  واټونو ته وتلي دي .  دصهونیسټ رژيم  د  : لاتت :  نومې   خیریّه ادارې  په همداوروستیو کې  پخپل یوه راپور کې وئيلي دي ، چې   په نیواکي ټاټوبو کې څيه دپاسه  درې میلیون او دوه لکه کسان په بې وځلۍ کې  ژوند کوي  چې  په هغو کې کابو یو میلیون ماشومان دي .

          په  نیواکي ټاټوبو کې د خلکو اعتراضونه او مظاهرې   وروستیو میاشتو ته   نه اړونده کیږي . په ۲۰۱۱کال کې  په دغو سیمو کې  په بدو اقتصادي حالاتو  په اعتراضونوکې سترې مظاهرې  شوي وې .  اوس هم  اعتراض او مظاهره کونکي په دې اند دي ، چې  په وروستیو  اوو کلونو کې  اقتصادي وضعیّت  نه یوازې لاښه شوی نه دی ،بلکې  وار د واره  پسې ترینګلی هم شوی دی .  له دې مخکې هم دفلسطین په نیواکي ټاټوبوکې خلکوپخپلو اقتصادي  وضعیّت  په اعتراض کې  پر مظاهرو سربیره یو شمیرکسانو خودکشۍ هم کړي دي . 

 د ترلاسه شوو راپورونو په اساس،د نیواکي ټاټوبو کابو دوه میلیون نفوس ،یعني  د نیواکي ټاټوبو د نفوسو په څلورو کې  یوه  برخه کسان  دبې وځلۍ له کرښې  هم لاندې ژوند کوي  او دا بهیر د  صهونیسټ رژيم د اوسنۍ کابینې د نیمګړو سیاستونو له امله نوره هم په زیاتیدا دی .په نیواکي ټاټوبو کې  د ماشومانو  په درو کې څه دپاسه یوه برخه ماشومان   د خواړو له بې ثباتۍ  او نیمګړتیاؤ سره مخامخ دي .په درو کې دوه برخې بوډاګان دخپلې سلامتیا  دساتنې  جوګه نه دي  او کابو دوه نوي  فی صده بوډاګان  هم  له کافي  حقوقو برخمن نه دي .

          دوستانو  په نیواکي  ټاټوبو کې  په ټولنییزو برخو کې  درز او ترینګلتیاوې په زیاتیدو دي او دا د اعتراضونو او مظاهرو اصلي علتونه دي .د صهونیسټ رژيم د اوسني لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دکابینې جنګ غواړي سیاستونه،د اقتصادي مشکلاتو دزیاتیدا اصلي علتونه دي ،ځکه  له یوې خوا  دبودجې زیاتره برخه په  داخلی امنیتی  اندیښنو او  په بهر کې  دجنګونو  په  لګښتونو  باندې خرڅ کیږي  او له بل پلوه  پوځي  لګښتونه هم زیات شوي دي ،  په دې ډول چې  د دغه وحشي او تیریګر رژيم  کابینې  په وروستیو کلونو کې څه دپاسه  څلویښت پوځي روزنیز کیمپونه او مرکزونه  جوړ کړي دي ، چې په هغو کې نه یوازې  په پوځي ټرینینګونو   بې شمیره  لګښت کیږي ، بلکې  د دغو ټاټوبو  زیاتره  اوسیدونکو لپاره ئې محدودیّتونه هم رامینځةکړي  چې   ددغو روزنیزو  مرکزونو او کیمپونو په شاوخوا کې اوسیدونکي تر پوزې راوستي دي . داپه داسې حال کې دي چې  اعتراض کونکي  او نیوکه  کونکي  په دې اند دي،چې  بودجه یا بجټ باید  د خلکو د معیشت ، تعلیمي او ټولنیزو  مسئلو  د ښه کولو او دهغوي  د هوساینې  په لور  وکاږل شي .

         د اسرائيلي مطالعاتو  دفلسطیني  مرکز : مدار : مدیر  آنتوان شلحت  وئيلي دي،چې  داعتراضونو  په پراختیا سره،د اسرائيلو د لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو کابینې،د بیّو دلوړیدا له څپوسره دمقابلې لپاره یولړ اقدامات کړي دي،خو  دغه  اقدامات  کافي نه دي   او موقتي دي او د ا خلک نشي راضي کولی .دشلحت په وینا،دغه  موقتي اقدامات دپارلیمان د وارمخکې   انتخاباتو  پر نتیجو  داغیزو دشیندنې په موخې سره ترسره کیږي  او د نیواکي ټاټوبو  اوسیدونکي  په دې موضوع ښه پوه دي  او  د دغه رژيم دکابینې دغه اقدامات   د خلکو په ګټه نه ،بلکې د  نتن یاهو پشمول د کابینې د وزیرانو په ګټه ګڼي .

          یوه بله موضوع دا ده چې  د صهونیسټ رژیم  د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  ځینی سیاسی سیالانو هم  له اوسنیو شرائطو   استفاده کړې او دهغه په ضد  له اعتراض او مظاهرې کونکو سره  غږمله شوي دي .  دا په داسې حال کې دي ، چې  نتن یاهو باید  د  پارلیمان  وارمخکې  انتخابات  هم ترسره  کړي ، او  دا وضعیّت    په نیواکي ټاټوبو کې  سیاسی راتلونکی  هم  دخپلې خوښې په اساس بدلولی شي . 

 اټکل کیږي ، چې  په راتلونکي کال کې یعني په ۲۰۱۹کال کې  هم اقتصادي  لګښتونه هماغه راز زیاتیدونکي څپې ولري  . او  دا  به د خلکو  اندیښنې ،اعتراضونه او  دومدارې مظاهرې نوره هم زیاتې کړي . له دې امله داسې ښکاري   په نیواکي ټاټوبو کې   به په ۲۰۱۹  کال کې  هم  د زیّړو  جیکټونو د غورځنګ  فعالان  خپلو مظاهرو اواعتراضونو ته هماغه راز دوام ورکړي ، چې صهونیسټي چارواکي ئې  له همدااوسه  ا ندیښمن کړي دي .

 (سیماب)

******************************************************************************************************************************