د ورځې خوب ولې دومره ګټه لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79206-د_ورځې_خوب_ولې_دومره_ګټه_لری
په اسټرالیا کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې د ورځې له پینځلس تر دیرشودقیقو پورې خوب دانسان د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لری
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2018 07:36 Asia/Kabul
  • د ورځې خوب ولې دومره ګټه لری ؟

په اسټرالیا کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې د ورځې له پینځلس تر دیرشودقیقو پورې خوب دانسان د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لری

ایا تاسو د ورځې خوب (قیلوله ) کوئ .؟ که چیرې تاسو د ورځې خوب نه کوئ نو دغه کار خپل عادت جوړ کړئ ځکه چې د ورځې لږ شان ویده کیدل د صحت لپاره ډیره ګټه لری .

په اسټرالیا کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې د ورځې له پینځلس تر دیرشودقیقو پورې خوب دانسان د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لری .

Image Caption

 

د اسټرالیا دایډیلیډ پوهنتون پروفیسرې میرمن فیونا کیر وویل دورځې لږ شان ویده کیدل داعصابو په فعالیت مثبت اغیز شیندی .

هغې وویل د ورځې لږ شان خوب کول نه یوازې دانسان حافظه پیاوړی کوی بلکې د ستړیا په ختمولو سره دانسان د ذهن او اعصاب د وینځلو کار هم کوی چې له کبله یې د انسان ذهنی صلاحیتونه زیاتیږی .

داسټرالیا دغه پروفیسرې زیاته کړه د ورځې ویده کیدل نه یوازې د انسان د صحت لپاره ګټه لری بلکې انسان له نورو ناروغیو لکه د وینې فشار او د زړه د دریدا په شان له مریضیو هم ساتی