دتهران او ځینی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم درته د ایران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
دا هم دتهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف په ډاګه کړې، د امریکائی پولیسو په لاس د پریس ټی وی دیوې خبریالې نیول کیدا او ورسره بد چلند دنړیوالو قواانینو او دبیان دآزادۍ جوته خلاف ورزی ده او باید دامریکا سرزوری حکومت دې د بشری حقوقو او دبیان دآزادۍ ډنډورې ونه وهی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دانګلستان دحکومت داپوزیشن یو اویا استازو دخپل ګوند له مشر جرمی کوربین څخه غوښتی دی ، په اروپائی اتحادئې کې د انګلستان د پاتیکیدا په سر دې ددوهمې ټول پوښتنې تر ترسره کیدا د وړاندیز ملاتړ وکړی .
د وخت دشوروی اتحاد رهبر میخائیل ګورباچوف ته داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی د لیږل شوی لیک( چې پکې ګورباچوف ته د کیمونزم د دړې وړې کیدا او له لویدیځه د شوروی له تکیې په ډډه کولو ټینګار شوی ؤ)، د دیرشمې کلیزې په مناسبت نن د ارواښاد امام خمینی دحرم تر څنګ د دغه لیک دارزونې په باب کنفرانس جوړیږی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان امنیتی ځواک او وسلوالو مخالفانو ترمینځ اخ وډب په داسې حال کې هماغه راز روان دی ، چې په دغه هیواد کې دسولې دخبرواترو دبریالیتوب لپاره سیمه ایزې اونړیوالې هلې ځلې اوج ته په رسیدا دی .
دپاکستان قضائی ادارې د دغه هیواد د ولسی ، مشرانو او صوبائی جرګو د کابو درې نیم سوه استازو غړیتوب ، د انتخاباتی کمیشن اړونده ادارو ته د خپلو شتمنیو او املاکونو د جزیاتو دنه وړاندې کولو په علت ځنډولی دی.
د سعودی عربستان او یمن تر مینځ په پوله ایزو سیمو کې دتیریګرو او دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د مبارزانو ترمینځ سخته جګړه له څو ورځو راهسې روانه ده چې وئیل کیږی ، دسعودی عربستان دتیریګر ائیتلاف په لسګونو پوځیان پکې هلاک اوټپیان شوی او دهغوی زیات شمیر پوځی تجهیزات او ګاډی هم تباه شوی دی .
دغې ورځپاڼې همداراز د یمن دښکیلو لورو ترمینځ د روغې جوړې د خبرو اترو په باب د یمن دانصار ا.. ولسی غورځنګ د لوړپوړی چارواکو له خوا دټینګار په اړه هم یوه مقابله لیکلې ده . په دغې مقالې کې راغلی دی ، د یمن د انقلاب د عالی کمېټۍ مشر یو ځای بیا په یمن کښې د جنګ د دوام په ځای د سیاسی حل لارې په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې .محمد علی الحوثی پخپل ټولنیز چینل کښې د فارس خلیج د څنډې د هېوادونو د پخوانیو سیاستونو په اپوټه په سورئې کښې د خپلو سفارتخانو د پرانېستې لپاره د دغو هېوادونو بیړې ته په اشارې سره وویل، د امریکا په ملګرتیا سره د سعودی عربستان له خوا په یمن کښې د هېر کړئ شوی جنګ دوام ښه کار نه دی .
محمد علی الحوثی زیاته کړې ، په یمن باندې تیری کونکی هېوادونه باید بوږنونکو حالاتو ته په پام سره په یمن کښې د تاورتریخوالی د رامنځته کولو اوکلابندۍ په ځای سیاسی حل لاره په رسمیت وپېژنی او د سرزورۍ په ځای دې د بشری حقوقو په دَرناوی سره د مظلومو خلکو کړاؤنو دزیاتولو هڅه دې نه کوی .
= داهم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د جرمنی تاکس شپیګل خپرونې لیکلی دی ، ایران داسلامی انقلاب له بری وروسته په څلویښت کلنی عمر کې په یوه ستر قدرت بدل شوی دی .
دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری د صهونیسټ رژیم دلومړی وزیر له خوا دایران په ضد وروستیو تکراری ګواښونو په غبرګون کې روښانه کړې ، له هغې ورځې ویریږئ چې په ټارګټ لګیدونکو توغندیو باران درباندې پیل شی او د نړۍ له مخ مو نښه نښانه هم ورکه شی .
دفټ بال د آسیائی جام په لوبو کې دایران دفټ بال ملی لوبډله بیګا د عراق دفټ بال له ملی لوبډلې سره له لوبې وروسته د آسیائی لوبو ورپسې مرحلې ته لاره موندلې او دخپلې ډلې د ټیمونو په سر کې ورپسې مرحلې ته رسیدلی دی .
سی این این ټیلیویژنی چینل پخپل یوه وروستی راپور کې جوته کړې د سعودی عربستان پاچا ملک سلمان له خوا په دغه هیواد کې اصلاحات سطحی او یوازې ډنډورې دی .
دافریقاپه نیروبی کې په پرونۍ چاودنې کې د و ژل شوو کسانو شمیر پنځلسو تنو ته رسیدلی دی
دامریکا د بلیک واټر بدنام شرکت مشر اریک پرینس وئیلی دی ،ممکنه ده دامریکا د هغو پوځیانو په ځای چې له سورئې وځی ، د دوی ماموران ځای په ځای شی . داپه داسې حال کې دی چې دامریکا ولسمشر په سورئې اوعراق کې د تکفیری ترهه ګرو په ورستیو کلونو کې له دومدارو ماتو وروسته له دغه هیواده دامریکائی عسکرو د ویستلو هوډ کړی ، د دغه هیواد بلیک واټر شرکت غواړی د بې ګناه انسانانو د وینو دڅښلو دعادت دپوره کولو په خاطر په دغه هیواد کې هم خپل جنایتونه اوج ته ورسوی .
د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ربابکوف ټینګار کړی ، د ایران دتوغندوی پروګرام په پراختیا نیوکې سیاسی دی او دغه هیواد په دې ارتباط هیڅکله هم دنړیوالو قوانینو اواصولو خلاف ورزی نه ده کړې او په دې اړه نړیوال قوانین په تیره بیا دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په یوه بند کې هم د ایران د توغندوی پراختیا دپروګرام د محدودولو خبره نه ده شوې .
دغې ورځپاڼې هم د ترکیې په استانبول کې دامریکا په ضد ددغه هیواد د ولس دکرکې او غوسې دزیاتیدا په اړه یوه مقاله لیکلی او جوته ئې کړې ده ، دامریکا دولسمشر له خوا د ترکیې د اقتصاد دتباه کولو په باب د ټرمپ دړکو د ترکیې د ولس کرکه او غوسه یو ځل بیا راپارولې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د ترکیې په باب د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ترکیې دسیاسی اورسندوئی ټولنو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی او ډیرو دامریکا د ولسمشر ګواښونو ته د ترکیې د چارواکو د پریکنده ځواب ورکولو غوښتنه کړې ده .
په مقالې کې لیکل شوی دی ، د ترکیې په لسګونو زره خلکو په استانبول کې د امریکا د کونسلګرۍ په وړاندې په غونډیدا سره مړه دې امریکا او کرُد تُرک سره وروڼه دی په څیر شعارونه پورته کړل .
راپورښئ دترکیې په لسګونو زره خلکو دترکیې په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د وروستیو اقتصادی ګواښونو په غبرګون کې د ترکیې په نورو ښآرونو کې هم دامریکا له ولسمشره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړې ده .
ټرمپ په همداوروستیو کې وئیلی دی ، که انقره دسورئې په شمال کې په کرد ملیشه ای ځواک حمله وکړی ،نو امریکا به د ترکیې اقتصاد تباه کړی .
په عین حال کې د ترکیې د وطن ګوند مرستیال مشر جم دیکمن په استانبول کې د لسګونو زره مظاهره چیانو په ټول کې وئیلی دی ، دترکیې په ضد دټرمپ اقتصادی ګواښونه ګستاخې خبرې دی او د دغه هیواد ولس به ورته مناسب ځواب ورکړی .
= اوس هم راګرځو دنړیوالو ورځپاڼو په برخې کې دپاکستان ورځپاڼو ته ،د پاکستان ځینو ورځپاڼو ته چې پخپلو نننیو ګڼو کې ئې د دغه هیواد اونړیوالو حالاتو په باب لیکنې کړی دی ،(البته باید ووایو دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
دنیا نیوز ورځپاڼې پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی،دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا په ډاګه کړې،د سیاستوالانوا و دتیرو حکومتونو دچارواکو او چاروالو دکړنو په باب د اوسنی حکومت اقدامات به هماغه راز دوام ولری او دملت شتمنۍ نغرونکی به هیڅکله هم ونه بخښی .
دپاکستان د ولسی جرګې مشر د دغه هیواد د انتخاباتو د کمیشن له خوا د یوه لیک په تشریح کولو سره په ډاګه کړې ، د دغه هیواد د ولسی ، مشرانو او صوبائی جرګو د کابو درې سوه پنځه دیرشو استازو دخپلو شتمنیو او مالونو جزیات انتخاباتی کمیشن ته نه دی ورکړی نو په دې خاطر ددغو استازو غړیتوب ځنډول کیږی .
دپاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ په یوې حکم کې وئیلی په دغه هیواد کې دې خصوصی ښونځی له زده کونکو په اخستونکو فیسونو کې شل فی صده کمښت راولی .
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاؤل بوټو زرداری وئیلی دی ، د منصوب شوی لومړی وزیر (عمران خان) نه پوهیږی چې انسانی حقوق څه شی دی باید د خلکو په رایو سره ټاکل شوی لومړی وزیر دغه شان څرګندونې وکړی .
په پاکستان کې د سیاسی لورو ترینګلتیاوې په داسې حال کې اوج ته په رسیدو دی ، چې د دغه هیواد لومړی وزیر عمران خان اعلان کړی ، د دغه هیواد دتیرو حکومتونو دچارواکو اوچارواکو د کرغیړنو کړنو په خلاف د محکمو دفیصلو اجرا به هیڅکله هم ونه ځنډوی . او له هغو کسانو سره به چې د ولس شتمنۍ ئې نغرلی دی ، هیڅ ډول سازباز ونه کړی .
= داهم د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دپاکستان دسپریم کورټ اوسنی مشر قاضی ثاقب نثار نن ریټایرډ کیږی او د هغه په ځای به نوی مشر قاضی آصف سعیدکهوسه سبا لوړه وکړی . دپاکستان په اساسی قانون کې د مشر قاضی منصوبول د دغه هیواد دلومړی وزیر له خوا ولسمشر ته په لیک کې کیږی او ولسمشر هم دهغه د منصوبیدا فرمان صادروی . خو په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې د سیاسی لورو نفوذ او سیاسی کړنې تر دې حده رسیدلی چې ان تر دې چې د دغه هیواد دمحکمو دقاضیانو منصوبیدا هم په سیاسی نظر سره ترسره کیږی .
دپاکستان له پخوانی او ټګ لومړی وزیر نواز شریف سره نن په بند کې دخپلې کورنۍ غړی لیده کاته کوی . وئیل کیږی ، نواز شریف دخپل بند په پړاؤ کې د خپل کور له خواړو استفاده کوی .
دپاکستان دسند صوبې په مرکز کراچۍ کې په همداوروستیو کې یو ځل بیا ټارګټ کلینګ سر راپورته کړی او وئیل کیږی په تیرو درو ورځو کې یو شمیر کسان په د غو پیښو کې وژل شوی او دهغوی قاتلان تر دې دمه معلوم شوی نه دی .
دغې ورځپاڼې لیکلی دی دآستریلیا په ځینو سترو ښارونو کې دتودوخې درجه دوه څلویښتو ته رسیدلې چې ډیری خلک ئې پخپلو کورونو کې پاتیکیدو ته اړ کړی او په ځینو ډیرو سیمو کې دمالدارۍ پر فارمونو ئې هم ډیرې اغیزې کړی او په لسګونو ډ نګر پکې مړه شوی هم دی .
او دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې ګورنر شاه فرمان وئیلی دی دتحریک انصاف حکومت دقبایلو دحالاتو په باب چې په همداوروستیو کې دغه سیمې له خیبر پختونخواه صوبې سره یو ځای کړائ شوی ، ډیر ترقیاتی پلانونه لری ، چې ډیر زر به ئې د ولسی استازو او دسیمې د مخورو په مشورو سره پلی کړی .