په یمن د آل سعود وحشیانه حملې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i79920-په_یمن_د_آل_سعود_وحشیانه_حملې_روانې_دي
د یمن په شمال لویدیځ کې  د حجه ولایت په مستبا سیمه  د سعودي رژيم د جنګي الوتکو په سهارنۍ حمله کې  د یوې یمني کورنۍ  څلور غړي ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2019 11:46 Asia/Kabul
  • په یمن د آل سعود وحشیانه حملې روانې دي

د یمن په شمال لویدیځ کې  د حجه ولایت په مستبا سیمه  د سعودي رژيم د جنګي الوتکو په سهارنۍ حمله کې  د یوې یمني کورنۍ  څلور غړي ووژل شول.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  د سعودي الوتکو همداراز  په حجه ولایت کې حرض او میدي ښارونه څلور ځله بمباري کړل.

د سعودي الوتکو له دې مخکې هم  د یمن په خلکو  حملې کړې دي . عربستان د امریکا امارات او  څو نورو هیوادونو په مرسته د دوه زره پینځلسم کال له مارچه په یمن حملې  او د دغه هیواد هوایي ځمکنۍ او سمندري  محاصره پیل کړې ده چې په دغه جن کې تر اوسه په زرګونو یمنیان مړه په لسګونو زره ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.