داسلامی انقلاب سترویاړ دحضرت فاطمةالزهرا(س)په لاره حرکت دی
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم دایّام فاطمیّه په مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .
داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دګرانې لور حضرت فاطمة الزهرا دشهادت دشپو ورځو په مناسبت دلومړنۍ شپې ویر اوماتم د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضر ت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای ، یو شمیر حکومتی او پوځی مسئولانو او دزرګونو خلکو په شتون سره په امام خمینی امامباړې کې ترسره شو.
زمونږخبریال راپور راکړ په دغو دستورو کې آیت ا... سید احمد خاتمی پخپلې وینا کې دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها دشهادت له شپو ورځو سره داسلامی انقلاب د څلویښتمې کلیزې یو وخت والی ته په اشارې سره ووئیل ، داسلامی انقلاب ستر ویاړ دحضرت صدیقةالکبری او دهغې بزرګوارې دلوړو موخو په لاره کې حرکت دی .
هغه روښانه کړې ، دایران دملت په ضد دښمنیانې به ، دغه ملت لاپیاوړی کړی او بې شکه به له سختو اوپیچلو خنډونو سرلوړی ووځی .
په دغو دستورو کې همداراز مداحانو اوذاکرانو د حضرت فاطمة الزهرا پر کړاؤنو اوسختیو په ویر اوماتم کې مرثیې او نوحې ووئیلې .
دتهران ریډیو درست کارکونکی هم دایّام فاطمیّه په مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .