له طالبانو سره دامریکا خبروماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80223-له_طالبانو_سره_دامریکا_خبروماتی_خوړلی_ده
زمونږخبریال وایی دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیل زاد» په ضمنی ډول له طالبانو ډلې سره د خپلو خبرو اترو په ماتی اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2019 09:31 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره وخت ته اړتیا شته .
    له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره وخت ته اړتیا شته .

زمونږخبریال وایی دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیل زاد» په ضمنی ډول له طالبانو ډلې سره د خپلو خبرو اترو په ماتی اعتراف وکړ.

زلمی خلیل زاد د قطر په پلازمینې دوحې کښې د افغانستان دطالبانو ډلې له استازیو سره د خبرواترو له څو پړاونو وروسته په یوې (۱) وینا کښې وویل له دغه ډلې سره د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا لپاره وخت ته اړتیا شته او باید زیات کارونه ترسره شی .

دافغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی په عین حال کښې هیله وکړه دروان میلادی کال د جولاۍ په شلمه (۲۰)نیټه  افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له طالبانو سره سوله وشی .

ټاکل شوی ده چې د فرورۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه یوځل بیا د افغانستان له طالبانو ډلې سره د امریکا د استازیو خبرې اترې له سره پیل شی .

په افغانستان کښې دجنګ بندولو ته د طالبانو ډلې د مجبورولو لپاره په قطر کښې دامریکا او د طالبانو داستازیو دخبرواترو څو پړاونه له ماتی سره مخ شوی او هیڅ بریا یې نه ده لرلی .

طالبانو ډلې له امریکا سره دسولې ټینګول دافغانستان له خاورې د  واشنګټن په مشرۍ د ټولو بهرنیو پوځیانو له وتلو سره مشروطه کړی دی .