امریکا عربستان ته د اټومی ټیکنالوژۍ دورکولو هڅه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80434-امریکا_عربستان_ته_د_اټومی_ټیکنالوژۍ_دورکولو_هڅه_کړی_ده
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا ولسی جرګې کانګرس په یوه (۱) راپور کښې ایشوا کړه د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو سعودی عربستان ته د اټومی ټیکنالوژۍ د انتقالولو هڅه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 01:32 Asia/Kabul
  • د امریکا د ملي امنیت د شورا د غړو له مخالفت سره سره د ولسمشر ټرمپ لوړرتبه سلاکارانو داډول کار ترسره کړ .
    د امریکا د ملي امنیت د شورا د غړو له مخالفت سره سره د ولسمشر ټرمپ لوړرتبه سلاکارانو داډول کار ترسره کړ .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ د امریکا ولسی جرګې کانګرس په یوه (۱) راپور کښې ایشوا کړه د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو سعودی عربستان ته د اټومی ټیکنالوژۍ د انتقالولو هڅه کړی ده .

د امریکا کانګرس په تیرې سې شنبې ورځ په یوه(۱) راپور کښې په سعودی عربستان د حساسو اټومی تجهیزاتو د خرڅولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د سلاکارانو دهڅې خبر ورکړ .

په دغه راپور کښې ویل شوی دی د امریکا د ملی امنیت د شورا د غړو له مخالفت سره سره د ولسمشر ټرمپ لوړرتبه سلاکارانو داډول کار ترسره کړ .

په دغه څلورویشت(۲۴) مخیز راپور کښې له سعودی عربستان سره د اټومی خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره په تیرو دوو(۲) کلونو  کښې ددغو کسانو د هڅو خبره شوی ده .