چين ته د بن سلمان د سفر هدفونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80521-چين_ته_د_بن_سلمان_د_سفر_هدفونه
پاکستان او هند ته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له سفر نه وروسته په خپل دريم اېشيائي سفر کښې د دوو ورځو لپاره چين ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 23, 2019 16:03 Asia/Kabul
  • چين ته د بن سلمان د سفر هدفونه

پاکستان او هند ته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له سفر نه وروسته په خپل دريم اېشيائي سفر کښې د دوو ورځو لپاره چين ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.

چين ته د بن سلمان سفر دغه هېواد ته د هغه وړومبنے سرکاري سفر دے. له دې مخکې د سعودي باچا ملک سلمان هم چين ته لاړ ؤ. د روسيې د پوهنتون استاد ګريګولي کاساچ وائي: «دې ته په پام سره چې د سعودي باچا هم په  2017 کال کښې چين ته سفر کړے دے بيجينګ ته د بن سلمان اوسنے سفر د دې ښودنه کوي چې د سعودي خارجي سياست ختيځ ته تمائل پېدا کړے دے.»

په کلي توګه ويلې شوو چې چين ته د سعودي د وليعهد سفر اقتصادي او سياسي مقاصد لرلي دي.

له اقتصادي لحاظه چين يو اقتصادي قوت دے او په نړيوال اقتصادي ډګر کښې فېصله کونکے کردار لري. په حقيقت کښې که څه هم چين د امنيت په شورا کښې د وېټو حق لري او د نړۍ يو فوځي قوت دے،خو د نړيوال نظام په ډګر کښې د بيجېنګ کردار ادا کونه له هر څه زياته له اقتصادي قوت سره وابسته ده.

 

چين ته د بن سلمان په سفر کښې اقتصادي مقاصد ډېر واضحه وو. سعودي د نړۍ د تېلو ترټولو ستر توليدونکے او چين هم د سعودي د تېلو ترټولو زيات استعمالونکے دے. په دغه سفر کښې د آرامکو کمپنۍلوړ رتبه مديران له بن سلمان سره ملګري وو. د سعودي وليعهد په دغه سفر کښې د دې ترڅنګه چې کوشش يې وکړ په بيجېنګ باندې د تېلو خرڅولو زمينه لا زياته برابره کړي د چين په چاڼيزه برخه کښې هم پانګونه په نظر کښې لرلې ده.

هغه واضحه فرق چې پاکستان ته د بن سلمان د اقتصادي نظر او چين او هند ته د هغه د نظر ترمېنځ موجود دے دا دے چې پاکستان ته د بن سلمان د  اقتصادي نظر مقصد له اسلام آباد سره مرسته او نفوذ ؤ خو چين او تر يوۀ حده هند ته هم د اقتصادي نظر مقصد پانګونه او د سياسي ملاتړ حاصلول وو.

له سياسي لحاظه د سعودي وليعهد په ښه توګه خبر ؤ چې چين له هغو هېوادونو څخه دے چې د ايران له اسلامي جمهوريت سره ښه اقتصادي او سياسي تعلقات لري. که څه هم چين د بن سلمان په سفر کښې د ايران مخالفه مقاصد په ډاګه بيان نه شول، خو په چين کښې د دغه سفر په ذات کښې او همدارنګ د هغه د اقتصادي مقاصدو په ذات کښې ايران مخالفه نظر شتون لرلے دے. خو چيني چارواکو حتی بيجېنګ ته د سعودي د وليعهد له سفره مخکښې هم هغه ته غېر مستقيم دا پېغام ورکړ چې په چين کښې دې ايران مخالفه مقاصد تعقيب نه کړي ځکه چې له تهران سره د بيجېنګ تعلقات سټراټيجک تعلقات دي.په همدې لړ کښې د چين د حکومت صلاحکار وانګ يي د تېرې نهې په ورځ يعنې بيجېنګ ته د بن سلمان له سفره دوه ورځې مخکښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په کتنه کښې وويل، « غواړم له دې فرصته فائده اوچته کړم او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سټراټيجکو تعلقاتو په زياتولو او د اعتماد په مضبولو تاکيد وکړم او دا اطمينان ورکړم چې زمونږ په متقابلو، بشپړه او سټراټيجکو ملګرتياو کښې يو نوے پرمختګ ترلاسه شوےدے.»

خو وروستے ټکے دا دے چې د بن سلمان داېشيائي ټور کاميابي يا ناکامي له لويديځ سره هم تړاو لري ځکه چې پکار دي وکتې شي چې آيا لويديځ په تېره بيا اروپائي هېوادونه چين او هند ته د سعودي له نزدې کېدو څخه د ممانعت په هدف سره به  په سعودي وليعهد باندې د وروستيو مياشتو دباو کم کړي يا نه.

-------------