چین وویل پاکستان او هند باید اختلاف هوار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80524-چین_وویل_پاکستان_او_هند_باید_اختلاف_هوار_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د چین دباندنیو چارو وزارت د هند او دپاکستان د اختلافاتو دحل لپاره دهغوې د زغم غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2019 13:16 Asia/Kabul
  • د کشمیر په« پلوامه»  سیمه کښې وروستۍ ترهګره حمله د پاکستان له خاورې پلان او هدایت شوي ده .
    د کشمیر په« پلوامه» سیمه کښې وروستۍ ترهګره حمله د پاکستان له خاورې پلان او هدایت شوي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د چین دباندنیو چارو وزارت د هند او دپاکستان د اختلافاتو دحل لپاره دهغوې د زغم غوښتنه وکړه .

د چین خارجه وزارت نن هیله وکړه د هند او دپاکستان حکومتونه د خبرواترو له لارې دسیمې صلح او ثبات وساتی .

د چین دبهرنیو چارو وزارت وویل د هند او دپاکستان ترمینځ با ثباته اړیکې د سیمې د صلحې او دثبات لپاره ضروری دی .

هند د کشمیر په شمول د ځینو موردونو په هکله اختلاف لری او یوبل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .

هند باوری دی د کشمیر په« پلوامه»  سیمه کښې وروستۍ ترهګره حمله د پاکستان له خاورې او د ددغه هیواد د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ای (Inter-Services Intelligence)او د «جیش محمد» سرزوری ډلی د مشرانو لخوا پلان او هدایت شوی ده .