دافغانستان په انتخاباتو کښې دطالبانو ګډون اړین دی
-
روسیه به د افغانستان دسولې د غونډو کوربه توب ته دوام ورکړي .
د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی« ضمیر کابلوف» له« اناتولی» خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ماسکو د افغانستان د روان میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د طالبانو ډلې دګډون غوښتونکی دی .
هغه په افغانستان کښې د سولې بهیر مخ په پراختیا وباله او زیاته یې کړه د خواو ترمینځ له موافقې پرته یوې(۱) ښې نتیجې ته رسیدل ممکمن نه دی او که چیرې په افغانستان کښې دطالبانو د احترام وړ حکومت واکمن شی نو اختلاف به حل شی .
د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ډاګینه کړه طالبان د افغانستان دخلکو یوه(۱) برخه ده .
ضمیر کابلوف د ډیپلوماټیکې فضا د پیاوړتیا په هدف سره د طالبانو پرضد د ځینو بایکاټونو له ختمیدا د روسیې په ملاتړ ټینګار سره وویل د ماسکو لومړنی لومړیتوب په افغانستان کښې د وفاق د رامینځته کولو لپاره دمناسبو شرایطو رامینځته کول دی .
هغه په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې دسولې ټینګیدل به اسان کار نه وی او له ټیټو هسکو سره مخ دی وویل روسیه به د افغانستان دسولې د غونډو کوربه توب ته دوام ورکړی .