دافغانستان په انتخاباتو کښې دطالبانو ګډون اړین دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80529-دافغانستان_په_انتخاباتو_کښې_دطالبانو_ګډون_اړین_دی
د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی« ضمیر کابلوف» له« اناتولی» خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ماسکو د افغانستان د روان میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د طالبانو ډلې دګډون غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2019 01:11 Asia/Kabul
  • روسیه به د افغانستان دسولې د غونډو کوربه توب ته دوام ورکړي .
    روسیه به د افغانستان دسولې د غونډو کوربه توب ته دوام ورکړي .

د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی« ضمیر کابلوف» له« اناتولی» خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ماسکو د افغانستان د روان میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د طالبانو ډلې دګډون غوښتونکی دی .

هغه په افغانستان کښې د سولې بهیر مخ په پراختیا وباله او  زیاته یې کړه د خواو ترمینځ له موافقې پرته یوې(۱) ښې نتیجې ته رسیدل ممکمن نه دی او که چیرې په افغانستان کښې دطالبانو د احترام وړ حکومت واکمن شی نو اختلاف به حل شی .

د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ډاګینه کړه طالبان د افغانستان دخلکو یوه(۱) برخه ده .

ضمیر کابلوف د ډیپلوماټیکې فضا د پیاوړتیا په هدف سره د طالبانو پرضد د ځینو بایکاټونو له ختمیدا د روسیې په ملاتړ ټینګار سره وویل د ماسکو لومړنی لومړیتوب په افغانستان کښې د وفاق د رامینځته کولو لپاره دمناسبو شرایطو رامینځته کول دی .

هغه په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې دسولې ټینګیدل به اسان کار نه وی او له ټیټو هسکو سره مخ دی وویل روسیه به د افغانستان دسولې د غونډو کوربه توب ته دوام ورکړی .